The news is by your side.

نیمروز کې دوو کسانو خپله ځمکه معارف ته ورکړه

خبریال وېب پاڼه/د پوهنې او علم سالارۍ انګېزه په افغانستان کې له یو اړخه د جګړې تورو ګردونو تته کړې ده، خو په ورته وخت کې ځینې داسې علم سالاره ډېوې هم شته چې خپل مادیات ترې قربانوي.

په نیمروز ولایت کې دوو کسانو خپلې شخصي ځمکې د پوهنې او علم سالارۍ ډېوې ته ځانګړې کړې او د دغه ولایت د معارف ریاست ته یې وسپارلې.

افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې د جګړې په تنور بدل شوی دی او هره ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې لسګونه بریدونه، چاودنې او ځانمرګي کېږي خو بل پلو په کې د علم سالارۍ انګېزه لا هم ژوندۍ ده.

څه موده وړاندې په پکتیا کې هم یو ځوان د بې سرپرته او بېوزلو ماشومانو په خپل شخصي لګښت ښوونځی او درسي مواد چمتو کړي وو.

وسله وال طالبان چې د سیمې د شیطان صفته استخباراتي کړیو ملاتړ له ځان سره لري، په ښوونځیو او نورو ښوونیزو بنستونو باندې یرغل ور وړي او له منځته یې وړي. د هېواد په لرې پرتو سیمو کې یې د نجونو ټول ښوونځي تړلي او ګڼ شمېر نورو ته یې اور اچولی دی.

ښځې چې د افغانستان د نفوس نیمه برخه جوړوي، د همدې روانې بدمرغۍ له امله د زده کړو له نعمته بې برخې دي او په ډېره کمه فیصدۍ ښځې توانېدلې دي چې پبه لویو ښارونو کې خپلې لومړنۍ، منځنۍ او لوړې زده کړې پوره کړي.

د نیمروز ولایت دغو دوو اوسېدونکو داسې مهال له زده ییز بهیر سره مرسته وکړه چې دوې ورځ وړاندې اشرف غني هم دغه ولایت ته سفر کړی ؤ چې په دغه ولایت کې د ولس له توند غبرګون سره هم مخ شو. د دغه ولایت بلوڅ قوم ورسره له لیدو انکار وکړ او نوموړی یې یو عوام فرېب انسان وباله.

د یادولو وړ ده چې د معارف ریات ته ورکړل شوې ځمکه چې مالي ارزښت یې ۸۰۰ زره افغانی کیږي، د کنګ ولسوالۍ پوهنې امریت او تقویتي ښوونیز دارالمعلمین به په کې جوړېږي.

د پوهنې وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، یاد وزارت د زده کوونکو لپاره د ښه ښوونیز چاپیریال برابرولو، د پوهنې اړتیاوو پوره کولو، د ښوونې پر مخ د ستونزو لري کولو او په ځانګړي ډول د ښځینه زده کوونکو او د ښوونځیو مصونیت لپاره د هېوادوالو دغه شان مرستو ته اړتیا لري.

دغه مرستې په داسې حال کې کیږي چې له دې مخکې هم تېر کال ۷۰۰ میلیونه افغانۍ مادي مرستې له پوهني وزارت سره شوې وې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.