The news is by your side.

د اغېزمن او جذاب شخصیت درلودلو ۱۰ اصلونه

خبریال وېب پاڼه/هر کس غواړي جذاب او پر نورو باندې یې اغېزه زیاته وي خو کم خلک په واقعي ډول دغه هیله پوره کولی شي.

راځئ په دې لیکنه کې مو له هغو اصلونو خبروو چې کولی شي، تاسې په ټولنه، ګډ ژوند او کاري چاپېریال کې یو اغېزمن او د نورو د پام وړ شخصیت ښیي:

  • که غواړئ مثبت شخصيت ولرئ د خپلې خوښې کار تر سره کړئ، هغه کسان چې خوښ يې کمپیوټر ساینس وي او لولي طب هېڅ وخت به يو ښه ډاکټر جوړ نه شي، مينه او علاقه ستاسې انرژي کامله ساتي، کار کول درته آسانوي او انګيزه مو پياوړې کوي. نو هغه وکړئ چې خوښ مو وي او په پوره لېوالتیا یې وکړئ.
  • که په یو وخت کې مو سل کارونه پيل کړي وي، نو یو کار به مو هم په پوره او سمه توګه سرته ونه رسيږي. که تر وس لوړ کار ته لاس اچوو ماتې خورو او شخصيت ته مو زيان اوړي، هغوی چې نوميالي دي قدم په قدم مخکې تللي او له ساده او آسانه کارونو يې پيل کړی.
  • له هغه کسانو لار بېله کړئ چې غواړي ستاسې د کار، فعاليت و پرمختګ مانع شي. که غواړئ عالي شخصيت جوړ کړی له هر چا سره ملګرتيا مو په زيان ده. د منفي فکر کسان په دې نه ارزي چې وخت وسره خاورې کړئ.
  • د ښه شخصيت لرلو لپاره درته په کار ده چې خپلې سلقې، روغتيا، او کرکټر ته پام وکړئ، ستاسې نظافت ستاسې په شخصيت تاثيرات لري، موسکا مه هېروئ، که مو تندی تريو وي خلک په يوه لار نه درسره ځي. بناً ځان منظم ساتئ، مودب و اوسېږئ او له خلکو سره په مينه او مسکا برخورد وکړئ.
  • ملګري زموږ په ژوند کې خورا اغېزناک رول لري. هڅه وکړئ چې مثبت فکره ملګري پيدا کړئ، خپله هم هڅه وکړئ چې فکر مو مثبت وي.
  • له خپلو موخو مه په شاه کېږئ، هيلې مو ژوندۍ وساتئ او د تېر وخت بدې خاطرې هېرې کړئ. ټول فکر او تمرکز مو په حال زمانه را ټول کړئ او راتلونکې ښه ترسيم کړئ.
  • اکثره کسان ښه پوهيږي چې د وخت ضايع کول د ځان او شخصيت د ضايع کولو مانا لري خو بيا هم جدي اقدام نه کوي او لاس تر زنې ناست وي. که غواړئ چې موخو ته ځان ورسوئ، فعال اوسېږئ او له وخت پوره پوره ګټه واخلئ.

هېر مو نه شي چې وخت پيسو ته ورته دی، په پيسو هم د ښکلا او مانا دنګې ماڼۍ جوړولی شئ او هم کولی شئ نشه یي توکي پرې واخلئ او ځان پرې برباد کړئ

  • زده کړو ته ادامه ورکړئ. که فکر کوئ چې تر پوهنتون فارغ ياست او نوره اړتيا نشته چې زده کړو ته ادامه ورکړئ کاملاً تېروتنه کوئ. تاسې هغه وخت په مهم شخصيت بدلېږئ چې دوامداره زده کړې وکړئ، زموږ هدف د سندونو تر لاسه کول نه بلکې له نوو معلومات ځان خبرول دي. همېش مطالعه کول او ځان آګا ساتل، په خپل کسب و کار کې نوي شيان زده کول او خپل مسلک لا پياوړی کول ستاسې سره مرسته کوي چې ګړندی پرمختګ وکړئ.
  • که غواړي ډېر عالي شخصيت خپل کړئ ټوليزه موخه وپالئ، د ځان لپاره نه د خلکو لپاره يې هم وغواړئ، خير ورسوئ او مرسته په خپل عادت بدله کړئ. هغه کسان چې ستاسې سره ملګري دي، يا مو همکاران او لارويان دي، چل و فرېب مه ورسره کوي او په صداقت ژوند ورسره وکړئ.
  • ځان ته بازي مه ورکوئ، تاسې به اکثره کسان ليدلي وي چې يو کار يې مخ کې وي خو د ټنبلي له وجهې يې له نن سبا ته پرېږدي او سبا يې له کولو تېريږي. که غواړي خپل شخصيت خوندي او عالي کړئ، ځان مه تېر باسې ځان ته تل ريښتيا وواياست او په عمل پورې کړئ، بهانې او پلمې ايسته واچوي.

ژباړه؛ مطیع الله همدرد

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.