The news is by your side.

ایران او افغانستان د ستراتیژیک تړون په درشل کې !

ایران د افغانستان سره د ستراتیژیک تړون تر سرلیک لاندي کومه موخه ترلاسه کول غواړي؟

خبریال وېبپاڼه – افغانستان او ایران له پیړیو را په دې خوا ګډې تاریخي٫ فرهنګي او مذهبي اړېکي لري، د کورنیو جګړو څخه د مخه د افغانستان او ایران ترمنځ ښو اړېکو شتون درلود، خو د ایران د اسلامي انقلاب څخه را په دې خوا، ایران تل د افغانستان د بې ثباتۍ هڅې او په دې برخه کې يې د بیلابیلو ویجاړونکو ډلو مالي او نظامي ملاتړ کړی دی.

د افغانستان او ایران تاریخي مخېنه:

افغانستان او ایران اوږده تاریخي مخېنه لري، په ۱۷۰۹م کال کې میرویس خان هوتکي په دې وتوانید چې د افغانستان جنوب لویدیځ له ایراني صفويانو څخه پاک او دوی ته کلکه ماتي ورکړي. په ۱۳۰۰ز کال کې د غازي امان الله خان د واکمنۍ په مهال د افغانستان او ایران تر منځ د لومړي ځل لپاره پنځه ماده اېز تړون، چې په هغه کې د دوه اړخېزو خبرو پیل، د سفیرانو ګمارل، په مشهد ښار کې د افغانستان کُنسل استوګن کېدل او د افغانستان او ایران تر منځ د پوستي او سوداګریزو اړېکو جوړول شامل وو، لاسلیک شو. په ۱۳۰۷ز کال کې په نوموړي تړون دوه نوري مادي ور زیاتي شوي، چې یوه یې د مجرمانو او غیر سیاسي متهمانو تبادله او بله یې په افغانستان یا هم ایران د بهرني یرغل په صورت کې، د جنګ ختمولو په موخه هر اړخېزه هلي ځلي، د یو او بل سره د متخصیصینو او اقتصادي همکاریو پراختیا وه. په همدې توګه په ۱۳۰۷ز کال کې د حبیب الله کلکاني له لوري د امیر امان الله خان په وړاندي پاڅون سره د ایران دولت امیر امان الله خان ته د مرستي وړاندېز وکړ.

له پخوا څخه د افغانستان او ایران ترمنځ د پولي په اړه ستونزو شتون درلود، په ۱۳۱۲ز کال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د ایران سفیر له لوري د پولي د معلومولو په موخه تړون لاسلیک شو، تر څو د ترکي هېواد د افغانستان او ایران تر منځ پوله وټاکي ، د ترکي هېواد له لوري فخرالدین التای د پولي د معلومولو لپاره و ټاکل شو، چې له زیاتو څېړنو وروسته یې په ۱۳۱۴ز کال کې د افغانستان او ایران تر منځ پوله معلومه او د دواړو هېوادونو له لوري و منل شوه.

د پولي له ټاکل کیدو څخه وروسته په ۱۳۱۷ز کال کې د ایران او افغانستان تر منځ د هلمند د اوبو مسئله را پورته شوه، چې په ترڅ کې یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د ایران سفارت له لوري ګډه اعلامیه لاسلیک شوه، په همدې توګه افغانستان د سعد اباد تړون چې ایران، ترکیه او اعراق یې غړي وو، غړیتوب ترلاسه او د افغانستان دبهرنیو چارو وزیر له لوري لاسلیک شو، چې د تړون غړو هېوادونو ترمنځ د جګړه یېزو عملیاتو نه ترسره کول او د غړو هېوادونو د پولو تر منځ  د امنیت او نظام ضد کړنو مخنېوی یې اړېن ټکي وو . په همدې توګه په ۱۳۱۷ز کال کې د افغانستان د پُست او تلګراف وزیر او د ایران د سفیر تر منځ  دپوستي او اړیکو پیاوړتیا، او د بیسیم او سیم لرونکي تلګراف تړون لاسلیک شو.

د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو شالېد

د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو په سر ستونزې را ولاړي شوي دي، ایران تل د هلمند د اوبو حق په نوم له افغانستان څخه د زیاتو اوبو غوښتنه کړي ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لویه ستونزه بلل کېږي او د ایران له لوري تل په دې اړوند اعتراضونه ترسره شوي دي. د لومړي ځل لپاره په ۱۲۵۱ز  کال کې، د ګلډ اسمیټ په نوم یو بریتانوي جنرال له لوري د هلمند اوبو حقوقي سند ترتیب شو، چې په هغې کې د افغانستان او ایران تر منځ په مساوي توګه د اوبو ویش ذکر او لیکل شوي وو، چې د هلمند اوبو په اوږدو کې د افغانستان هېواد کوم بندونه او نهرونه جوړوي باید د ایران اوبو حق ته زیان ونه رسوي، نوموړې طرحه د افغان دولت له لوري ونه منل شوه، چې وروسته بیا د مک ماهون په نامه یو بل بریتانوی مامور د اوبو د ستونزي د حل په موخه وټاکل شو، نوموړي د ګلډ اسمیټ طرحه رد کړه، خو د ایران له لوري د مک ماهون طرحه و نه منل شوه او مخالفت یې وکړ.

د رضا شاه پهلوي د واکمنۍ په مهال د افغانستان او ایران د اړېکو د پیاوړتیا په موخه ګامونه پورته شول، په ۱۳۱۱ز کال کې د افغانستان د پولي او دهلمند اوبو حق په سر خبرې پیل شوي، په ۱۳۱۴ز  کال کې د پولي مسئله حل او په ۱۳۱۷ز کال کې د افغانستان له لوري د بهرنیو چارو وزیر او د ایران سفیر تر منځ د اوبو تړون ګډه اعلامیه لاسلیک شوه، ایران په دې ټینګار کولو چې له کمال خان بند څخه وروسته نور بندونه او نهرونه باید د افغانستان له لوري جوړ نه شي، خو د افغانستان له لوري ورسره مخالفت وشو او په اوږدو کې یې د نورو بندونو او نهرونو په جوړولو پیل او د ایران دولت سخت اعتراض وکړ ، د نوموړو بندونو په جوړېدو سره په ایران اوبه کمې، چې له امله یې په ۱۳۲۶ز  کال کې په سیستان ولایت کې له ۲۴۰۰ څخه زیات څاروي له منځه لاړل. د ۱۳۲۶ز کال په لومړیو کې د ایران دولت  غوښتل چې د نوموړي موضوع د څېړني په موخه د کرني وزیر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته واستوي، خو افغان دولت ورته اجازه ورنکړه او دایې د ایران له لوري په کورنیو چارو کې لاس وهنه وبلله، د افغان دولت کړنه د ایران د سخت غبرګون سره مخ شوه، د افغانستان دولت ته یې ۱۵ ورځي وخت ورکړ تر څو د ۱۲۵۱ز کال د ګلډ اسمیټ طرحه ومنل شي، خو د افغانستان دولت رد کړه.

په ۱۹۵۰م کال کې د دلتا په نوم یو کمیسیون له دریو نړۍ والو متخصیصینو چې د چیلي ، امریکا او کاناډا هېوادونو څخه وو، د اوبو د موضوع د څېړلو په موخه و ټاکل شو، له ډېرو څېړنو وروسته په ۱۹۵۱م  کال د دلتا کمیسیون خپل راپور وړاندي کړ، په هغه کې د ایران هېواد ته په کلني ډول د ۶۴۰ میلون متر مکعب یا په یوه ثانیه کې د ۲۲ متر مکعب اوبو د ورکړي یادونه شوي وه، نوموړي طرحه د افغان دولت له لوري و منل شوه خو د ایران دولت ورسره مخالفت وکړ.

په ۱۳۵۱ز کال کې د دلتا کمیسیون راپور د افغانستان د لومړي وزیر موسی شفیق او د ایران د لومړي وزیر امیر عباس هویدا له لوري لاسلیک شو، چې افغانستان په یوه ثانیه کې د ۴ مترمکعب ډېري (۲۲+۴=۲۶ متر مکعب) اوبه د ښه نیت او ورورولی په موخه د ایران هېواد ته ورکړي، چې په کلني توګه ۸۵۰ میلون متر مکعب اوبه کېدلي.

د افغانستان کورنۍ جګړه او د ایران ونډه

د ۱۳۷۸ز کال څخه وروسته د کورنیو جکړو د پيل سره سم، ایران د ټولو تړونونو خلاف، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه پیل کړه، په دې موده کې ګاونډیو هېوادونو ته ایران په خپله بهرنۍ پالیسۍ کې بدلون راوست، د ایران دولت د اوږدمهاله استراتيژۍ په اساس، چې باید د ګاونډیو هېوادونو له بې ثباتۍ څخه پوره ګټه پورته کړل شي، نو په همدې توګه یې په هېواد کې بیلابیلو ګروپونو او ډلګیو ته مالي او نظامي اسانتیاوې برابرې او کورنیو جګړو زور واخیست، چې تر نن ورځي پوري د افغان دولت د مخالفو ګروپونو مالي او نظامی ملاتړ ترسره کوي، تر څو افغانستان کمزوری او بې ثباته پاتي شي.

ایران څه کول غواړي؟

له ۲۰۰۱ م کال څخه را په دې خوا د افغانستان د نوي دولت په جوړېدو سره ټولې هغه ډلګۍ، چې د هېواد په کورنیو جګړو کې ښکېل او د ایران په مالي او نظامي ملاتړ یې د هېواد په ویجاړتیا کې رول لوبولی وو، په نوي حکومت کې په مهمو سیاسي او نظامي پوستونو وګمارل شوي، چې تر ډېره حده یې د ملي ګټو په ځای د ایران ملي ګټو ته کار وکړ او د ایران دولت اجنډا یې په افغانستان کې پلي کړه، د هېواد په بې ثباتۍ کې یې اړېن رول ولوبولو او له دې بې ثباتۍ څخه د ایران دولت پوره ګټه پورته کړه، چې خپلې موخې یې په لاندي برخو کې لاسته راوړي.

لمړی: سیاسي او نظامي برخه

ایران، افغانستان ته د دوی د کورني امنیت په شان اړېنه پاملرنه لري او د یوه مهم غړي په توګه ورته ګوري، د ۱۳۷۹ز کال څخه وړاندي د ایران واکمن رضا شاه پهلوي تشویش درلود ترڅو په افغانستان کې کمونیستي ريژیم خپور نشي، په همدې توګه یې بیلابیلو ډلو ته په افغانستان کې د کمونیستي ریژیم په وړاندي مالي او نظامي مرستي چمتو کړي.

له ۱۳۷۹ز کال څخه را وروسته د افغانستان په کورنیو جګړو کې ایران فعاله ونډه درلوده، له بیلابیلو ډلو څخه یې د هېواد د ویجاړتیا لپاره ګټه پورته، مالي او نظامي مرستي یې ورته چمتو کړي.

د ۲۰۰۱م  کال د بُن کنفرانس څخه را په دې خوا د هېواد ډېری سیاسي او امنیتي چارواکي د ایران په خوښه او مشوره په لوړو دولتي پوستونو وګمارل شول، چې د تل په شان یې د هېواد او خلکو د ملي ګټو په وړاندي د ایران دولت پروګرامونه او اجنډاوې پلي او د هېواد په سیاسي او امنیتي بې ثباتۍ کې یې پوره ونډه او رول ولوبوو.

دوهم: فرهنګي برخه

د ایران هېواد له لوري فرهنګي یرغل ډیر خطرناک او په هېواد کې د ډیرو ستونزو د رامنځ ته کېدو لامل شوی دی،په ډېره کچه په دولتي دستګاه کې د ایران ملاتړو ځای په ځای کولو سره، د ایران فرهنګې یرغل ته پوره لار هواره شوه، دوی خپلو موخو ته د رسیدو لپاره د ټولو افغاني ارزښتونو په له منځه وړلو پیل وکړ، د ملي ترمینالوژي سره ټکر، د قومي او ژبني ستونزو رامنځ ته کول او د دي موخې لپاره یې یو شمیر پوهنېز٫ روزنېز او فرهنګې مرکزونه٫ لیکلې ، غږیزې او انځوریزې رسنۍ جوړي او تموېل کړي، چې تر ډېره حده یې هېواد تر فرهنګي یرغل لاندي راوست، یوه لویه بېلګه یې د دري ژبي د ټولو بنسټونو له منځه وړل او په ځای یې د فارسي ژبي ترمینالوژي رامنځ ته کول دي، اوسمهال په ټولو ایران پلوه رسنیو او فرهنګې مرکزونو کې له ۶۰ څخه تر ۷۰ سلني ایرانې ټرمینالوژي کارول کېږي، په ډېری پوهنتونونو کې د ایران هېواد جعلي اسنادو درلودونکې استادان ټاکل شوي دي، چې په مټ یې د ایران هېواد روزنیز او فرهنګې پروګرامونه او د ایران تعلیمي نصاب پلی کړی، په همدي توګه د لرغونو توکو په غلا او تاریخې ځایونو په له منځه وړلو کې د ایران دولت اړېن رول لوبولی دی.

دریم: اقتصادي او سوداګریزه برخه

د کورنیو جګړو په درشل کې افغانستان د ایراني توکو لپاره یو له تر ټولو غوره بازارونو څخه شمیرل کېده او په ډېره کچه ایراني تولیدات پکې پلورل کیدل، د ۲۰۰۱م کال څخه را په دې خوا ایراني پلوه سیاسي او امنیتي چارواکو دې ته لار پرانېسته تر څو افغانستان په ایراني تولیداتو تړلی هېواد شي، تر ډېره د ایران هېواد سره سوداګري پراخه شوه، اوس مهال د افغانستان له  ۲۵ څخه ۳۰  سلنه بازار د ایراني تولیداتو په ولکه کې دی. دا چې د ایران دولت خپلې موخې د ګاونډیو هېوادونو په بې ثباتي کې لټوي، نو په همدې توګه دوی د افغانستان د دولت د کمزورتیا هڅې پیل کړي، د دولت په چوکاټ کې یې ایراني پلوه چارواکي لا زیات تقویه کړل او د دولت مخالفین یې د نظام ضد کړنو او بې ثباتۍ په موخه تجهېز او تموېل کړل.

د افغانستان او ایران تر منځ ستراتیژیک تړون ته څه اړتیا ده؟

دا چې ایران دولت له ستراتیژیک تړون څخه پرته د افغانستان اقتصادي، سیاسي، نظامي او فرهنګي بنسټونه د خپلو پلویانو په مرسته تر خپلې ولکې لاندې راوستلې دي، نو په اوس وخت کې د ستراتیژیک تړون شتون ته څه اړتیا لیدل کيږي چې د ایران دولت یې غوښتنه کوي؟

څنګه چې د افغانستان اوسنی نظام تر هر وخت کمزوری او په اړینو لوړو پوستونو کې ایران پلوه چارواکې ځای په ځای شوي دي، نو ایران غواړي د ستراتیژیک تړون تر سرلیک لاندي ډېره مهمه موخه، چې له کلونو کلونو یې د هغې د لاسته راوړلو لپاره پانګونه کړي ده، هغه د افغانستان د جنوب لویدېځ او لویدېځي حوزي د اوبو مدیریت تر لاسه کول دي، د اوسني نظام په شتون کې به دوی وکولای شي نوموړي موخه هم په ډېره اسانۍ سره ترلاسه کړي.

که څه هم د هلمند سیند په سر د ایران سره لسیزې وړاندي تړون لاسلیک شوی دی، خو ایران غواړي چې په نوموړي تړون له سره کتنه او د هرېرود اوبه هم ورزیاتي کړي، ایران دا غوښتنه لري تر څو د هلمند او هرېرود په اوبو د بندونو له جوړولو افغان دولت ډه ډه وکړي، د دې تړون په لاسلیک کېدو سره به ایران وکولای شي چې د افغانستان اوبه په اسانۍ سره تر خپلي ولکې لاندي راولي، او افغان دولت به ونه شي کولاي د جنوب لویدېځ او لویدېځو ولایتونو د لویو دښتو د ښېرازه کولو او برېښنا د تولېد په موخه بندونه جوړ کړي، چې په دې سره د نوموړو ولایتونو اوسیدونکې له هره اړخه د نورو ولایتونو او په ځانګړي توګه به ایراني تولیداتو ته اړ وي.

افغان دولت او ولس ته څه کول پکار دي؟

په اوسنیو حالاتو کې چې افغانستان تر ډېره بې ثباته او ډېری لوړ پوړي چارواکي په بهرنیو هېوادونو پورې تړاو لري، د ګاونډیو هېوادونو سره د ستراتيژیکو تړونونو د لاسلیک څخه باید ډه ډه وشي، څنګه چې ایران د نوموړي تړون په لاسلیک سره افغان دولت ته د چابهار بندر څخه د ګټه اخېستني او نورو اقتصادي مرستو ژمنه کړي، خو لکه څنګه چې په هېواد کې د ثبات او اقتصادي پیاوړتیا په موخه د امریکا متحده ایالاتو سره امنیتي تړون او د پاکستان سره په ډیورنډ کرښه د اغزن سیم تړون لاسلیک کولو په پایله کې، نه دا چې په هېواد کې ثبات راغلی بلکه دولت کمزوری شوی٫ ورځ تر بلي بې ثباتي زیاته شوي، هېواد تر بل هر وخت په بهرنیو مرستو تړل شوی او جګړي ورځ تر بلي زور اخیستی، نو د ایران سره د ستراتیژیک تړون تر سرلیک لاندي د اوبو تړون لاسلیک کولو سره به افغانان د نیم افغانستان د اوبو کنټرول، چې د جنوب لویدېځ او لویدېځو ولایتونو اوبه دي، له لاسه ورکړي او دولت به ونشي کولای په جنوب لویدېځ او لویدېځو ولایتونو کې، د اوبو بندونه او ډنډونه جوړ، ترڅو خپله برېښنا تولید، د هېواد لویې دښتي ښېرازه او په پایله کې به افغانان به په نورو هېوادونو پوري تړلې پاتي شي.

له ایران څخه افغانستان ته په راتلونکو اوبو باندي د ایران دولت له لوري له ۶۵۰ څخه زیات بندونه او ډنډونه جوړ شوي، چې یواځې د افغانستان سره په پوله له ۴۰ زیات بندونه رغول شوي او افغانستان ته د ایران د اوبو سل سلنه مخنیوی شوی دی، نو په همدې توګه افغان دولت ته پکار ده چې د ایران سره نوموړي موضوع شریکه، تر څو افغان دولت هم په خپله خاوره کې د ایران په شان د اوبو بندونه جوړ کړي.

په ډېری دولتي او اړېنو لوړو پوستونو کې غیر مسلکي کسان د سیاسي جوړ جاړیو په موخه ګمارل شوي دي، نو دولت ته په کار ده چې د ستراتیژیکو تړونونو چمتو کولو او په هغې د کتنې  په موخه د هېواد  کار پوه، مسلکي او پیاوړو کدرونو څخه ګټه پورته، تر څو دا شان تړونونه په هر اړخېز ډول و څېړي او د هغې ګټې او زیانونه له ولس سره شریک شي.

د اوبو او نورو ملي مسئلو په شان، چې په اوس وخت کې د هغه په هکله د تړونونو لاسلیک کول د هېواد په ګټه نه دي ، دولت کولای شي د نوموړو تړونونو لاسلیک د نورو زیاتو بحثونو په موخه وځنډوي، ځکه له ایران سره د اوبو د تړون په لاسلیک کېدو سره به نور ګاونډي هېوادونه هم د افغانستان سره د اوبو مسئلي را پورته او د ایران په شان تړونونو غوښتنه به کوي.

د ډیری عربي هېوادونو او ایران تر منځ اړیکې ښي نه دي٫ نو افغان دولت ته پکار ده چې له دیپلوماتیکو لارو د ایران ضد هېوادونه دې ته وهڅوي، تر څو د جنوب لویدېځ او لویدېځې حوزي په اوبو پانګونه وکړي، چې په دې برخه کې به د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو ‌رول ډېر اغېزمن ثابت شي.

د هېواد ملي ګټو په نظر کې نیولو سره د هېواد په کچه ټول سیاسي، مدني، مسلکي، پیاوړي کدرونه او رسنۍ او په ځانګړي توګه د جنوب لویدېځ او لویدېځو ولایتونو استازي،د پوهنتونو استادان، ځوانان، سیاسي او مدني فعالان باید د نوموړي موضوع د اړېنوالي په موخه خپل غږ اوچت کړي، ترڅو د ایران سره د اوبو په سر د معاملي مخنېوی وشي.

دا چې افغانستان یو کرنېز هېواد ده او له اوبو څخه ګټه اخېستنه او اوبو او برېښنا بندونو جوړول د هېواد په ځواکمنتیا او اقتصادي پیاوړتیا مستقیمه اغېزه کوي، افغان دولت باید د افغانستان د ملي ګټو او نړیوالو کنوانسینونو په پام کې نیولو سره خپلې اوبه کنټرول کړي.

د هملند او هریرود اوبو په کنټرول سره به افغان دولت په دې وتوانېږي ترڅو د افغانستان یو ډیر ځواکمن ګاونډی، چې تل یې د هېواد په بې ثباتۍ کې مستقیم رول لوبولی ده تر خپل اغېز لاندي راولي، چې په دې سره به له ایران څخه ‌ډېري اقتصادي او سیاسي موخې تر لاسه او دچابهار بندر په شان د نورو لویو اقتصادي پروژو څخه به افغانستان په ښه توګه ګټه پورته کړي.

نو افغان دولت ته پکار ده چې د اوبو سیاست تر سرلیک لاندي اوږد مهاله ستراتيژي جوړه او ګاونډیو هېوادونو ته د افغانستان بهېدونکو اوبو څخه د هېواد د ثبات او ځواکمنتیا په موخه یې د سیاسي او اقتصادي وسیلي په توګه وکاروي.

لیکوال :‌نویدالرحمن شهباز

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.