د سوشانت د ژوند وروستی فلم تر ټولو زیات خوښ شو
خبریال وېب پاڼه/څه موده وړاندې په ممبیی کې سوشانت راجپوت سېنګ په خپل کور کې ځان وژنه وکړه او خپل ټول مینوال او په لویه کې د هند سینما یې د غم په ټغر کېنوله.
د باليووډ سینما د ځوان لوبغاړي سوشانت سنګ راجپوت Sushant Singh Rajput له مـړینې تر یوې میاشتې ډېر وخت اوړي، خو د ممبي پولیس اوس هم په دې هڅه کې دي، چې د هغه د مړینې اصلي علت معلوم کړي. په همدې لړ کې د سوشانت وروستی فلم دل بېچاره (Dil Bechara) دوې ورځې وړاندې د جولای په ۲۴مه د شپې ۷ او ۳۰ دقیقې په (ډزني هاټ سټار) کې ریلیز شو.
دل بېچاره یو ډېر دردناک او احساساتي فلم دی. دا چې په یاد فلم کې مرکزي لوبغاړی (سوشانت سینګ) په پای کې م-ړ کېږي، نو خلک په هغه د اصلي سوشانت ګمان کوي او مجبورېږي د هغه فلم وګوري.
د دغه فلم له لیدلو څو ساعته وروسته د فلم په اړه خلکو خپلې رایې څرګندې کړې او له دې سره یاد فلم په ای ایم ډي بي (IMDB) کې ټول پخواني ریکارډونه مات کړل. د فلمونو مینوالو (دل بېچاره) فلم ډېر زیات خوښ کړی دی او له همدې کبله دې فلم په IMDB کې ۱۰/۱۰ پوره نمبرې اخیستې دي.
د یاد فلم په کتو سره د سوشانت سینګ مینوال خورا زیات خوشحاله دي او په ډېرې دلچسپۍ سره یې ګوري. د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د یاد فلم په اړه خپل مثبت نظرونه له خلکو سره شریکوي. فلم کې د لوبغاړو تمثیل، د فلم کیسه او د ای آر رحمان سندرې د خلکو د خوښې وړ ګرځېدلي دي. همدا وجه ده، چې دل بېچاره فلم ته په IMDB کې د تر ټولو غوره فلم امتیاز حاصل شو. د دې فلم د مینوالو شمېر له دې نه هم معلومېږي، چې یاد فلم په IMDB کې تر نورو ټولو فلمونو ډېرې نمبرې اخیستې دي.
په اصل کې دل بېچاره فلم ته ګڼو خلکو په یو وار په IMDB کې نمبرې ورکولې، چې له دې کبله په لومړي ځل په هند کې د IMDB سایټ کرېش شو او چې کله یې کار فعال شو، دل بېچاره فلم ۹.۹ یعنې ۱۰/۱۰ نمبرې اخیستې وې.
د یادونې وړ ده چې د همدې فلم ټریلر د روانې جولای په ۶ مه نېټه خپور شوی ؤ.
سوشانت د هندي سینما یو وتلی اداکار ؤ چې د کروړونو مینوالو په زړه کې یې ځای درلود خو نوموړي په ظاهره د ژور خپګان له امله ځان وژنه وکړه خو تر اوسه هم د پېښې تر شا د کوم نوي څه راپور نه دی ورکړل شوی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.