ملګري ملتونه د جګړې تنور کې هم د ملکیانو مرګ ژوبله کمه ښیي
خبریال وېب پاڼه/ ملګري ملتونه: وایي، د ٢٠٢٠ز کال لومړۍ نیمایي کې ٣٤٥٨ ملګي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې د تېرکال په پرتله ١٣ سلنه کموالی ښيي.
ملګري ملتونه له ښکېلو اړخونو غواړي چې د ملکیانو خوندیتوب خپل لومړیتوب وګرځوي او خبرې پیل کړي.
د ملګرو ملتونو نوي راپور کې راغلي چې د ٢٠٢٠ز کال په لومړۍ نیمایي کې یې د ٣ زره ٤ سوه ٥٨ ملګي وګړو مرګ ژوبله ثبت کړې چې له دې ډلې ١ زر ٢ سوه ٨٢ وژل شوي او ٢زره ١ سلو ٧٦ ټپیان شوي دي.
په داسې حال کې چې د ملکي تلفاتو شمېرې د ٢٠١٩زکال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله دیارلس سلنه کمښت ښیي، د افغانستان جګړه د نړۍ په کچه د ملکي وګړو لپاره ترټولو وژونکې جګړه پاتې ده.
خو دا باید په پام کې ونیول شي، چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو او طالبانو له خوا د رامنځته شویو ملکي تلفاتو په کچه کې هېڅ کموالی نه دی راغلی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما د خپاره شوي راپور له مخې د ملکي وګړو د تلفاتو د ټیټې شمېرې اصلي لامل د نړیوالو پوځي ځواکونو او د داعش د خراسان څانګې د عملیاتو کموالی دی.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز وایي، په داسې وخت کې چې د افغانستان حکومت او طالبان تاریخي فرصت لري چې د سولې خبرو اترو لپاره د خبرو مېز ته سره راټول شي، تریخ حقیقت دا دی چې جګړه هره ورځ په دوامداره توګه ملکي وګړو ته لوی زیان اړوي.
آغلې لاینز چې د یوناما مشره هم ده وویل، زه له ښکېلو غاړو غوښتنه کوم چې په راپور کې د مستند شویو ناوړه پېښو او زیانونو په اړه چې د افغانستان خلکو ته اوړي غبرګون وښیې، او د وژنو د مخنیوي لپاره پریکنده اقدام وکړي او د خبرو مېز ته حاضر شي.
څو اوونۍ وړاندې د بشر حقونو کمېسیون هم په یو راپور کې روان کال د ملکیانو مرګ ژوبله کمه بللې وه.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په خپل راپور کې ویلي وو، چې د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې ١٢١٣ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
یاد کمېسیون ویلي وو، چې د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر زېږدیز کال سره د ملکي وګړو مرګ ژوبله یو سلنه کمه شوې.
دې کمېسیون په منځنۍ کچه هره ورځ په افغانستان کې ١٦ تنه ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبره ور زیاته کړې وه.
ورسره څنګ کې بیا له دې وروسته د افغانستان ملي امنیت شورا یو سروې خپره کړې وه، چې تېره میاشت کې طالبانو ۴۲۰ ولسي خلک شهیدان او ټپیان کړي دي.
ملي امنیت په یو اعلامیه کې ویلي وو، وسله والو طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام تېره میاشت کې ۱۴۵۶ تروریستي فعالیتونه کړي، چې له امله يې ۱۲۹ ولسي کسان شهیدان او ۲۹۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
سره له دې، چي طالبانو د تاوتریخوالي د کمېدو ژمنه کړې وه، خو تېره میاشت یې په ښارونو او لویو لارو کې تر ټولو زیات بریدونه او فعالیتونه درلودل، چې د هیواد د ۳۰ ولایتونو له ډلې یې زیات تلفات په سمنګان، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې اړولي دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.