The news is by your side.

طالبانو امریکا ته د نه وتلو په صورت کې ګواښ وکړ

خبریال وېب پاڼه/ د امریکاسي ځواکونو پر وتلو د طالبانو ټینګار!

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال غني برادر وایي، د دوحې د هوکړې په بنسټ باید بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ژر بهر شي کنه طالبان بیا لازمې پریکړې ونیسي.

د طالبانو سیاسي دفتر مرستیال عبدالغني برادر په یوه مرکه کې ویلي دي، که چیرې بهرني ځواکونه په ټاکل شوې نېټې د افغانستان څخه بهر نه شي په دې وخت کې بیا د دې ډلې مشرتابه به نوې پریکړې ونیسي.

د امریکا متحده ایالت او طالبانو د اتلسو میاشتو نه وروسته تېر کال په دوحه کې هوکړه لیک لاسلیک کړه چې په څلور ټکو باندې متمرکزه ده او په دې کې طالبان او امریکا ژمنه دي.

د امریکا د د دوحې هوکړه لیک په بنسټ ټول پوځیان چې ملاتړې یې هم دې هغه که ښوونکي او یا سلاکاران دي باید په ١٤ میاشتو کې د افغانستان څخه بهر شي.

غني برارد ویلي دي چې د بهرنیو ځواکونو وتلو مهال وېش روښانه دی او په بنسټ یې باید د افغانستان څخه ووځي.

د امریکا دفاع وزیر وړاندې ویلي دي چې امریکا د دوحې هوکړه لیک لومړی پړاو پلی کړی دی او خپل پوځیان یې د افغانستان څخه بهر کړي دي اوله اوو اډو څخه یې اته زره امریکايي سرتیري ویستلي دي.

له دې سره بیا برادر خبرداری ورکوي چې که چېرې امریکايي ځواکونه ټاکل شوې نیټې باندې بهر نه شي طالبان بیا په دې اړه نوې لازمې پریکړې نیسي.

دا یې هم ویلي دي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د پردې ترشا هېڅ ډول پریکړې شتون نه لري او بین الافغاني خبرو پيلېدلو لپاره باید پنځه طالب زندانیانو خوشې کیدل شي چې د نوملړ په بنسټ ووسي.

اوس مهال افغان حکومت د طالبانو سلګونه بندیان خوشې کړي، خو د درنو جرمونو د طالب بندیانو په اړه چې تر دې وړاندې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې مخالفت درلود، د هغوی له ډلې یې هم ٥٠ تنه بندیان ازاد کړل.

طالبانو په مشروط ډول له لوی اختر وروسته د پنځه زره بندیانو د خوشې کېدو لړۍ په بشپړېدو سره د بین الافغاني مذاکراتو د پیل خبر ورکړی.

د دواړو خواوو له لوري د بندیانو په خوشې کولو کې پرمختګونه شوي، خو د طالب بندیانو له خوشې کولو جګړه ورځ تر بلې زور اخلي .

د مریلنډ پوهنتون په خپله تازه مقاله کې ویلي چې په ټوله نړۍ کې یوې ترهګرې ډلې هم د طالبانو هومره بریدونه کړي نه دي.

د مریلنډ پوهنتون د ترهګرۍ د مطالباتو څانګې معلومات ښیي چې وسله والو طالبانو د نړۍ تر بلې هرې ترهګرې ډلې زیات تاوتریخوالی او بریدونه کړي دي.

مرلنډ پوهنتون داسې مهال د ترهګرۍ د مطالعاتو د څانګې له ډیټابیس څخه د وسله والو طالبانو افراطیتونه افشا کوي چې له امریکا سره د سولې له تړون را په دې خوا یې د افغان حکومت او په ټوله کې د افغان وژنې پر وړاندې تاوتریخوالی په بې سارې توګه زیات کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.