The news is by your side.

تاجکستان نیم افغانستان تیاره کړ

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د برېښنا شرکت وایي نن سهار ٧:٣٠ بجې افغانستان ته له ګاونډي هېواد تاجکستان وارداتي برېښنا له ٣ سوه ٥٠ مېګاواټو نه ٤٠ مېګاواټو ته راښکته شوه.

د افغانستان د برېښنا شکرت یې لامل په تاجکستان کې د اوبو کمښت بولي.

اوس د برېښنا شرکت وایي، هڅه کوي د برېښنا انرژۍ د کمښت ستونزه د ازکستان نه د برېښنا پر پېرلو حل کړي او پلازمېنې کابل او ولایتونو ته د اړتیا وړ برېښنا برابره کړي.

برېښنا شرکت د یوې اعلامیې پر خپرولو له خلکو غواړي چې د برېښنا سپما ته ځانګړې توجه وکړي او د ستونزې تر حل پورې به له کورنیو سرچینو په نوبتي ډول ګټه اخیستل کیږي.

د افغانستان د برېښنا شرکت همدا راز د تاجکستان نه پوروړی هم دی او ویل کېدل که برېښنا شرکت د تاجکستان پیسې اداء نه کړي تاجکستان به خپله وارداتي برېښنا پر افغانستان پرې کړي.

د تاجکستان برېښنا چې د افغانستان په یو شمېر نا امنو ولایتونو هم را تېره شوې، وخت نا وخت د مخالفینو له لوري یې پایې غورځول کیږي او لاینونه یې پرې کیږي.

افغانستان چې خپله پرېمانه اوبه لري او کولی شي چې له اوبو برېښنا تولید کړي خو حکومت ورته تر اوسه جدي اقدامات نه دي کړي.

د افغانستان په سلو کې ٧٥ سلنه اوبه ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته روانې دي او د افغانستان اوبه په هېواد دننه پرته له ګټې اخیستنې ګاونډیو هېوادونو ته روانې دي.

هېواد وال په حکومت نیوکه کوي، چې له خپلو اوبو ګټه نه شي پورته کولی او نه پرې د برېښنا ډیمونه جوړوي، برېښنا له نورو هېوادونو پلوري او د هېواد په اوبه دښمن هېوادونو پاکستان او ایران مزې وکړې.

افغانستان کې چې ایران او افغانستان ته د روانو اوبو د بندولو پر سر خبرې را پورته شي،دواړه هېوادونه سیاسي اړیکې خرابوي، افغان کډوال ځوروي او په افغانستان دننه د جګړې لپاره پر ترهګرو پانګونه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.