The news is by your side.

طالبانو د نړۍ تر بلې هرې ترهګرې ډلې زیات تاوتریخوالی کړي

خبریال وېب پاڼه/د مریلنډ پوهنتون په خپله تازه مقاله کې ویلي چې په ټوله نړۍ کې یوې ترهګرې ډلې هم د طالبانو هومره بریدونه کړي نه دي.

د مریلنډ پوهنتون د ترهګرۍ د مطالباتو څانګې معلومات ښیي چې وسله والو طالبانو د نړۍ تر بلې هرې ترهګرې ډلې زیات تاوتریخوالی او بریدونه کړي دي.

مرلنډ پوهنتون داسې مهال د ترهګرۍ د مطالعاتو د څانګې له ډیټابیس څخه د وسله والو طالبانو افراطیتونه افشا کوي چې له امریکا سره د سولې له تړون را په دې خوا یې د افغان حکومت او په ټوله کې د افغان وژنې پر وړاندې تاوتریخوالی په بې سارې توګه زیات کړی دی.

اوس مهال چې دغې وسله والې ډلې ته د جګړې د تقدس کوم دلیل هم پاتې نه دی، هغه کسان چې د ناروا والي ناره اوچته کړي، وسله وال طالبان یې له منځه وړي.

تر دې وړاندې به وسله والو طالبانو ادعا کوله چې ګواکې دوی د دین او خاورې د ګټلو لپاره وسلې اخیستې دي خو له امریکایي لوري سره تر سولې کولو او بیا د افغانانو پر وړاندې د وسلې را جګولو سره یې دا ادعا غلطه ثابته کړه. دوی ولس، سیمې او نړۍ ته وښوده چې د پاکستان د څارګرې ادارې او ځینو نورو نړیوالو استخباراتي بانډونو ګټیالي دي.

شنونکي په دې باور دي چې طالبان به د سولې مېز ته هم حاضر نه شي او په وینا یې دوی اوس هڅه کوي د جګړې د لومړۍ کرښې جنګیالیو ته چې په پاکه عقیده را وتلي دی، یوه بله دیني سناریو او صیغه جوړه کړي تر څو افغان وژنې او اسلام ځپلو ته د آی اېس آی په ګټه دوام ورکړي.

د مریلنډ پوهنتون تحقیقاتي څانګه وایي چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو تشدد او افراطیت د نړۍ په کچه تر بلې هرې ترهګرې ډلې زیات دی. د یادونې وړ ده چې په منځني ختیځ کې داعش هم د هر افراطیت پوله کراس کړې ده خو د دغه پوهنتون موندنې ښیي چې طالبان تر هغو هم سخت دریځي دي.

ایرن میلر چې د مریلنډ پوهنتون د ډیټابیس مشره ده، وایي چې د تېرو کلونو په پرتله د طالبانو په بریدونو کې د پام وړ او ثابت زیاتوالی راغلی دی.

نوموړې زیاتوي چې د تېرو کلونو په پرتله د طالبانو لخوا په تلفاتو کې ۹ سلنه زیاتوالی راغلی او بریدونه یې دوه سلنه تر پخوا زیات کړي دي.

د سولې له هوکړې سره تمه وه چې دغه ترهګره ډله خپل بردونه کم کړي خو برعکس تاوتریخوالی یې زیات کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.