سېک لږکي په تدریجي ډول افغانستان پرېږدي، حکومت چوپ دی

خبریال وطب پاڼه/له هېواد څخه هره میاشت لسګونه سېک لږکي د هند او ځینو نورو هېوادونو پاسپورټونه اخلي او له هېواد نه د تل لپاره وځي.

د افغانستان ملي ارزښتونو ته تر بل هر چا زیاته ژمنه سېک لږکۍ طبقه چې له پېړیو یې په افغانستان کې ژوند کړی دی، اوس له افغانستان نه د خپل ټبر وروستۍ جوپې هم وباسي.

اهل هنود یا سېک لږکیو په افغانستان کې په کلونو او پېړیو ویاړمن ژوند کړی دی، خو په دې وروستیو کې د پاکستان او سیمې د هېوادونو په نیابتي جګړه کې دغه په نشت حساب قبیله تر بل هر چا زیاته وځپل شوه او ډېرې قربانۍ یې ورکړې خو په بیا بیا به یې هم د ملي ارزښتونو ناره اوچتوله.

کابل کې د هند سفارت تازه په یوه اعلامیه کې ویلي چې لسو افغان سېکانو ته یې وېزې ورکړې او په هند کې یې د ژوند کولو ټولو آسانتیاوې ورته برابرې کړې دي. اعلامیه زیاتوي چې دا بهیر به روان وي او شاوخوا ۷۰۰ اهل هنود به له افغانستان څخه وباسي.

افغان حکومت تر اوسه دغې بهیر ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

څو میاشتې وړاندې په کابل کې د اهل هنود په یوه درمسال باندې ترهګریز برید وشو او ۲۵ کسانو چې ماشومان او ښځې هم په کې شاملې وې، خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ.

دغه پېښه که څه هم په کور د ننه او بهر په کلکو ټکو وغندل شوه، خو دغې محرومې قبیلې بیا هم د افغانستان نارې وهلې. د رنجیت سېنګ په نوم یوه مشهور افغان سېک چې په ټولنیزو رسنیو کې زیات فعال هم دی، لیکلي وو چې موږ له افغان سرتېرو زیات نه یو او په وینا یې که دوښمن هره ورځ هغوی شهیدانوي، زموږ سینې او سرونه هم تر دې وطن ځار شه.

دغې حماسوي وینا د ډېرو افغانانو جذبه په څپو را وستله او په حکومت باندې یې د دوی د امنیت نیولو په برخه کې توندې نیوکې وکړې.

تر هغې شاوخوا دوه کاله وړاندې په ننګرهار کې هم یوه ځانمرګي برید د دغې لږکۍ قبیلې ګڼ شمېر وتلو څېرو او نورو غړو ته د سر زیان واړاوه چې یو یې د خالصه په نوم د ولسي جرګې ټاکنو ته هم نوماند ؤ.

که څه هم په ظاهره داعش ډلې د دغې بریدونو مسؤلیتونه منلي وو، خو افغان چارواکو د دغو بیا پړه پر وسله والو طالبانو اچوله او ویل یې چې په افغانستان کې د ټولو بریدونو مسؤل طالبان دي ځکه په وینا یې دغه اورپکې ډله د ټولو ترهګرو ډلو لپاره د یو چتر حیثیت لري.

په افغانستان کې اوس ټوټال ۶۰۰ سېک کورنۍ اوسېږي چې ټول شمېر یې شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو ته رسېږي. دا شمېره کلونه وړاندې تر ۳۰۰ زرو هم زیاته وه چې د وروستیو جګړو او بدمرغیو له امله له هېواد څخه د تل لپاره ووتل.

هند ته تازه رسېدلو افغان سېکانو ویلي چې دوی دغه هېواد ته د تګ اراده نه لرله خو په وینا یې وروستیو وحشتونو اړ کړل چې هند ته کډه وکړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More