The news is by your side.

پیسو پر سر جګړه ! هلمند کې طالبانو پاکستانی حمزه قتل کړ

خبریال ویبپاڼه په لومړي ځل وسله والو طالبانو د پاکستان د جیش المحمد ترهګرې ډلې،‌ هغه کس وژلی دی چې د خواخوږۍ په نوم یې په هلمند ولایت کې وسله والو طالبانو ته پیسې ورکولې.‌

خبریال ویبپاڼې ته رسیدلی رپوټونه ښه یی چې دغه کس ایران پلوه طالبانو چې په راست کې؛ ملا ګل اغا؛،‌صدر ابراهیم او ملا نعیم شامل دی،‌ له لوري وژل شوی دی.‌

که څه هم د کوټې شورا په دې مورید باندې پټه خوله ده؛خو په سیمه کې طالبان د موسی کلا ولسوالۍ تخته پلُ کلي کې د یوې چاودنې پخلی کوي چې ځینو طالبانو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې ده.‌

وژل شوی کس حمزه نومیږي چې په سیمه کې په جګړه بوخت طالبان د هلمند د ولایتي شورا استازي او ولایتي چارواکي‌ یی د مرګ پخلی کوي.‌

د افغانستان د ملي امنیت سرچیني‌ وایی چی یاد پاکستاني له تیرو اتو میاشتو راهیسی د پاکستان او هلمند تر منځ  تګ راتګ کاوه چې نیږدې دری میاشتې وړاندې د نړیوالو ځواکونو له لوري هوايي برید وشو چې په پایله کې يې نوموړی بچ خو دوه نور بهرني اتباع پکې ووژل شول.

د هلمند د ولایتي شورا یوه وکیل مجید اخوندزاده خبریال ویبپاڼه ته وویل چې د پاکستاني طالبانو د جیش المحمد د ډلې مالي مسوول چې د دغه ولایت دموسی کلای ولسوالۍ په تخته پلُ سیمه کې یې ژوند کاوه د هغې چاودنې وروسته لا درکه شوی چې د طالبانو په میانځ کې په تخته پلُ سیمه کې وشوه.

مجید اخوند زاده وایي‌ چې دوی ته داسې اطلاعات رسیدلی حمزه په نامه دغه پاکستانی کس د ماین په واسطه وژل شوی وي.

بل پلو د هلمند ولایت د رسنیو دفتر یوې سرچیني هم ویلي چې دوی ته داسې معلومات رسیدلی چی د حمزه په نامه د جیش المحمد پاکستانۍ ډلې طالبانو مالي مسوول وژل شوی دی.

درې اونۍ وړاندې واشنګټن پوست ورځپاڼې د کنړ ولایت مرورې ولسوالۍ څخه په یوه راپورکې  د طالبانو د یوه قومندان یاسر له خولې لیکلي و چې دوی ته امریکایی M4 ټوپک سره له یو شمیر نورو سپکو وسلو له هلمند څخه را لیږل شوي دي.

په هلمند کې د طالبانو سره د پاکستاني پوځ د پراخه اړیکو او ایران څخه د راغلو وسلو په اړه په پارلمان کې د یاد ولایت یوه استازي د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې دوی ته هم داسې اسناد په لاس ورغلي چې د دغه ولایت په دیشو او خانیشن ولسوالیو کې پاکستاني پوځیان په پراخه توګه په تیز رفتار موټرو کې لیدل کیږي.

دغه وکیل زیاتوي که له یوې خوا پاکستان په ښکاره د افغانستان خاوره کې تګ راتګ پیل کړی ‌ له بل پلوه په پراخه توګه د ایران وسله دغه ولایت ته راځي او د افغانستان نورو هغه سیمو ته لیږل کیږي چیرته چې طالبان حاکم دي.

د یادولو وړده چې په هلمند کې د مولوي حیبته الله اخوند زاده په مشري‌ طالبان او د ملا ګل اغا په مشري ‌ایران پلوه طالبان فعالیت کوي‌ چې دواړه لوري‌ یو بل د خپلو ګټو سره په خطر کې بولي .

ځايي خبریالان وايي چې په موسی کلا کې د صدر ابراهیم او ملا ګل اغا په مشري‌ وسله وال طالبان زیات فعال دي‌او ګومان کوي‌ چې د پاکستان د پاکستان د جیش المحمد ترهګرې ډلې (حمزه) نومی مالي‌ مسئول به د دوی له لوري‌وژل شوی وي .    

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.