The news is by your side.

اتمردوطن رښتنې بچي اوددې شمع پتنګ دی !!!

دتنکې  ځواني لرونکي  و.  هیوادکې اړودوړجوړشوچا ښکته اوچا پورته منډې وهلي  له هرچالاره ورکه وه .هیڅ شخص  نه پوهیده چې څه وکړي ؟چاته وژاړي اودچاغیږي له پناه یوسي. ځوان ،سپین ږیری ،تورسرې اوکوچنیان سرګردانه ګرځیده  .
وخت ناوخته به دچنارپه شان هسک ځلمی په ځمکه راپریوته. خویندوبه یي لوپټه دقبردسر جنډه کړه .په لپولپواوښکي به یي تویه ولي. پلارونو له اسویلو بغیرچاره نه درلوده  میندوبه دخپل مخ په وهلووهلو خپله اصلي څیره دارنګه  بدله کړه چې دچم ګاونډ ښځوبه  نه پیژنده .
هره خواوینه ، ژړا ، غوغا اوزګیروي روان وه. یوځوان چې له  وطن سره یي بې حده  مینه ،صداقت او اخلاص درلود.  کلک لږه غرپه خپل ځای ولاړو. وخت ناوخته به یي دخپلوبیوزلوافغانانو اوښکي په  لمنه پاکولي .هغوته به یي دډاډ ترڅنګ ویل: یوه ورځ به الله ج په خپل مرحمت اومهرباني دا ناورین پای ته ورسوي. مه خفه کیږي  خپله حوصله اوزغم له لاسه  مه ورکوي اودالله ج له درباره مه  نا امیده کیږي ځکه ناامیدي دټولوبدبختیو
مورده که اینده ته خوشبخته شو شاید داجنګ وګټو.
داځوان په همدي هڅواوتلاش  سر وو.  یوه ورځ ناځوانه جنګ له ده  ګلالۍ پښه واخیسته  اودروغوقدمونوارمانجن شو. له دغه  وخت راهیسي یي ونه شوکړلاي چې بۍ له امسا دمخکۍ په څیر  ګړندي قدمونه واخلي.
خو!!دده تګ ټکني شو.  عزم اواراده یي  لاپخه  شوه.ده خپلي هڅي لاګړندي کړي ترڅو هیواد اوهیوادوالوته سوله راولي اوددغې سولي له پاره یي داځل دلوړوزدکړوپیل وکړو.  خوشبختانه چې خپلي زدکړي لاغني کړي ترڅو دغني ترڅنګ  ولس ته دزړه له اخلاصه کاروکړي .
کومه ورځ  چې توره پاڼه واوښته نودوطن دغه اصلي بچي په رکوکي  دهیوادپالنې اوملت پالنې روحیه لاپه جذبه او غزونو شوه.  بیا خپلي مټي راونغاړلي اوله سریي دوطن دابادۍ له پاره کارشروع کړه داچې دده درک غښتلي وه نوویلي دوه شیان ددي هیواد له پاره ډیراړین دي یورغونه اوبل پوهنه  خپلی لومړنۍ دندې په همدغو برخوکې شروع کړی .
درغونې له برخې یي زیات پام اوکاردپوهنې  برخه کې ترسره کړځکه دده درک داوه چې پوهنه زمونواصلي اړتیاده ترڅودااړتیا پوره نه شي مونږله دي ستونزودحل لاره نه لرو.یواځني حل لاره پوهنه ده .
له ده سره دنړۍ تجربه اومطالعه ملګرې وه. ده دتاریخ پوهني په کتابونوکې لوستي وه که کوم ولس پرمختګ کوي یواځني  لار دزدکړو دبهیراغیزمن توپ اوګړندي توپ دي .باید هیواد په دغه برخه کې چټک اوګړندي ګامونه واخلي ترڅودنورملتونوسره سیال شو بي له دي امکان نه لري اونه دسیالي توان لرو .
یووخت داسي راغئ چې چا!ورته وویل بې له امنیته زدکړي نه کیږي هماغه و دامنیت برخې ته لاړهلته یي دزړه له اخلاصه کارشروع کړ. دښمن پوه شوچې دکاراوخبرې سړی راغئ اوس نوزمونږکارونه خرابیږي. دوطن د دغه مین دبندی کولوپه موخه یي  دامونه کیښودل. اخیریوه ورځ دوي په  خپلودامونوکې بریالي شول اودجرګې په ورځ شوي ناامنې دده پراوږو ورواچوله او نوريي کارته پري نه ښوده.
دوطن دی بچی تردي سختي شیبې مخکي تیرکړي وي خپل عزم اواراده یي داځل دفولادو په څیرکلکه کړه بیا یي هم دهیواد له پاره  کارونه  په خورامتانت اواحتیاط شروع کړه . لومړنی کاریي له عدالته اغاز کړ. دلته دعدالت له پاره یي وړکسان راټول کړه ترڅوپه کډه هیواد کې عدالت پلي کړي.
ځکه دا پوهیده چې دي هیواد کې درواني بدختي یو سترلامل دعدالت نه شتون دي او خپل غږیي په دوامداره توګه له رسنیو  ولس او نړیوالوسرشریک کړاوداهڅي په ګړندۍ توګه پرمخ بیولي  .
کله چې هیواد کې دتحول اوتداوم څپه راغله دی له دغي څپې سره په خورازړورتوب اومیړاني  ملګري شو. ځکه دده سترارمان  هیواد کې تحول اوددغه تحول دوامداره ساتل وه کله چې یوڅه دچاارمان وي اودهغه دپوره کیدوپه موخه نورخلګ ګام اخلي داخوله خوښي ورسره منډي وهي .
دې تحول کې یوځل بیا دده په اوږودامنیت دروند بارکیښودل شو که څه هم دتحول اوتداوم سرلښکرده ته وویل : زه پوهیږم ته درغولواوښونیزبهیرتږي یي کاش بې له امنیته ستادغه تنده ماتیدلي شوه. داچې ستااوستاغوندي دتږوتنده دتل له پاره خړوبه شي ښه ده چې دامنیت برخه کې کاروکړی ده هم داولس دهیلودپوره کولو په موخه دغه کارته لبیک وویلو .
په سرکې کارونه ډیرپه چټکي روان کړه دهیواد دښمنانواوکورنیو کړیوچې دامنیت له شتون ډاریده  ځکه هغوي ددغه جنګ په وسیله تل تغذیه شوي اوخپل رزق په خطرکې ولید نولومړی  په دسیسوجوړولوشروع وکړه کله به یي دیویي مخالفي ډلي دجوړولوتورپرده پوري کړه کله به یي دبلې .
څه به یي کړي واي دي خلکوځکه دهغه غرني اراده اوس په فولادوبدله شوي وه . ده هغوی ته هیڅ ونه ویل یواځي دمساپرپه څیرخپل ګامونه ګړندي کړه ترڅو خپلې موخي ته ځان ورسوي دده موخه دسولي دکوترو پورته کول وه .
دهڅوله برکته یي دري ورځي له دواړو اړخوسپیني کونترې  له زیري سره کورپه کور،کوڅه په کوڅه وګرځیدي.دخلکوتللي امیدونه یي بیا تازه کړه .تراړي شونډي په موسکاراغلئ آن ځنوله خوښیوداسي وخندل چې دپتري شوشونډوویني  دزنی په خوا دسوي مین په څیررارواني وي اودسولي سندرې زمزمه کولي . دی پوخ ځوان  دارامي ساه واخیسته ویي ویل که الله ج ته منظوره وي خپل مرام ته درسیدوپه حال کې یم .
داوطن اودامورداسي باعزته باغیرته اونه ماتیدونکي زامنوته اړتیا لري دادمورپه طبعت پوهیږي موردده .ددي مورله پاره یي دوجودیوه برخه قرباني کړه خوهمت دفرهاد په څیردلاسه ورنکړاودغرونوسوري کولوته یي دوام ورکړ.
دایواځني مین نه دی دسکندر په څیرجنګیالی هم دی څوځل وغورځیده راپورته شوبیا وغورځیدوبیا راپورته شو خو فولادي عزم اوارده  یي په خپل ځای وه. ډیروددغي ارادي دماتولو کوښښ وکړمکردده اراده لږه داوسپنې په څیرورځ تربلي پخیده.
ده دخلکوله سکروټومثبته ګټه واخیسته دمنفي کیسه کې نه و.دا دغي شمع سره دپتنګ په څیررښتني مینه کوي. پتنګ له شمع هغه وخت جلاکیږي کله چې خپله ځان دشمع له لمبوقرباني کړي. داهم هماغه دکلکي ارادي  پتنګ دی ترڅوچې ددغې شمع یعني وطن له پاره قرباني شوي نه یي داپتنګ یعني محمد حنیف اتمربه خپلې هڅي  همداسي چاري وساتې .
دداسي وطن پالو،هیواد پالواوملت پالوله پاره لایزال رب ته لاسونه لپه کوچې دژوند ساه دي دده په تنه کې ترډیره ژوندي وساتي ترڅوپه خپلوسترګو دزوریدلي ،دردیدلي اوکړیدلي ولس خوښي ،سوکالي اوارامي وګوري
په درنښت
جلال (سمندر)