The news is by your side.

امریکا افغانستان کې د ځواکونو شمېر له ٥ زرو هم را راکموي

خبریال وېب پاڼه/ د امریکا د دفاع وزارت وایي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر له ٥ زرو نور هم را کموي.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر په تازه وخت کې یو مرکه کې یاده کړې، چې د روان زېږدیز کال د نومبر میاشتې تر پای کېدو به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر نور هم را کم کړي.

اېسپر وایي، په افغانستان کې به په همدې توګه د امریکایي ځواکونو د شمېر کمولو ته دوام ورکوي او اوس مو پرېکړه ده چې د نومبر میاشتې تر وروستیو ورځو به نور ځواکونه هم له افغانستان ووځي.

امریکایي وزیر مارک اېسپر زیاته کړې، داسې پلانونه هم تر لاس لاندې لري، چې له افغانستان نه د دوی د ځواکونو په وتلو سره څنګه وکولی شي د افغانستان له خاورې د امریکا پر وړاندې احتمالي ترهګریز ګواښونه لېرې کړي.

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو، چې د نومبر میاشتې تر پای به افغانستان کې د ځواکونو شمېر کموي، هغه خبره وه چې په امریکا دننه د ټرمپ یو شمېر مخالفو سیاسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ټرمپ نمایشي پرېکړه وبلله چې په دې توګه ټرمپ غواړي د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې څوکې بېرته وګټي.

اوس مهال په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ٨ زره او ٦٠٠ ته رسیږي، امریکایي ځواکونو تېره میاشت په افغانستان کې خپلې ٧ هډې هم تخلیه او افغان ځواکونو ته وسپارلې.

امریکا دا پرېکړه د طالبانو سره د سولې د هوکړې پر اساس کوي، چې په افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو شمېر راکموي او ورو ورو به له افغانستان ټول ځواکونه باسي.

تر اوسه په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ او په ټوله کې د ناټو ځواکونو شمېر ۱۲ زره تنو ته راټیټ شوی دی.

د سولې په هغه هوکړه کې چې امریکا له طالبانو سره لاسلیک کړې راغلي، چې باید په ۱۳۵ ورځو کې تاوتریخوالی کم او د افغانانو تر منځ خبرې اترې پیل شي، خو لا هم ځینې ژمنې نه دي عملي شوي.

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د سولې هوکړې یو له اساسي شرطونو څخه دی او د دې شرط په مقابل کې باید طالبان تاوتریخوالی کم کړي، امریکایي ځواکونو پوځي هډې افغان ځواکونو ته سپارلي او امریکا لا نور هم د خپلو ځواکونو شمېر را کموي، خو د طالبانو تاوتریخوالی لا هم زور کې دی او تر اوسه افغان حکومت او طالبان بین الافغاني مذاکراتو ته نه دي رسیدلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.