The news is by your side.

افغانستان ډېر ژر له ازبکستان برېښنا را واردوي

خبریال وېب پاڼه/ افغانستان ته ازبکستان برېښنا را راواردلو قرار داد تر راتلونکو یوولسو ورځو پورې لاسلیک کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، افغانستان ته د ازبکستان برېښنا استولو قرار داد د زمري په ٣٠مه لاسلیک کیږي.

د بهرنیو چار وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې محمد حنیف اتمر د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر او صدر اعظم مرستیال سره په ویډیو کنفرانس کې هوکړه وکړه چې دا قرار داد به د زمري په ٣٠مه لاسلیک کیږي.

په دې کنفرانس کې د دواړو هېوادونو تر منځ د توکو استولو په برخه کې اسانتیا برابرېدو او ازبکستان څخه افغانستان ته د انرژۍ استولو، اوسپنې پټلۍ پروژې عملي کار پيلېدو باندې هم خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په حواله د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال د سوداګرۍ ترانسپورت او انرژۍ استولو له هر اړخیزې کړنلارې څخه ملاتړ اعلان کړی او ویلي دي چې د افغانستان او ازبکستان تر منځ د سوداګرۍ پراخوالي له پاره ځانګړی معینیت رامنځ ته شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان اوس مهال د برېښنا له کمښت سره مخ دی او د دوبي په موسم کې د زیاتې ګرمۍ سره سره هم ټولو هېوادوالو ته لازمه برېښنا نه رسیږي او سږ کال بیا د ګرمۍ په دې سخت موسم کې هم برېښنا ډېر ځله خرابیږي.

په دې وروستیو کې له ګاونډي هېواد تاجکستان د واردې برېښنا ظرفیت هم همکم شوی، تاجکستان کې د اوبو په کمښت سره افغانستان ته واردېدونکي برېښنا له ٣٥٠ مېګاواټو نه ٤٠ مېګاواټو ته را ښکته شوې، د برېښنا شرکت اوس مهال د کورنیو برېښنایي سرچینو څخه په نوبتي ډول کار اخلي.

وروسته له هغې چې د تاجکستان هېواد نه وارېدونکې برېښنا ظرفیت را راکم شو، حکومت له ازبکستان هېواد سره د برېښنا د پېرلو پرېکړه وکړه چې ډېر ژر به یې قرار داد هم لاسلیک شي.

د تاجکستان برېښنا چې د افغانستان په یو شمېر نا امنو ولایتونو هم را تېره شوې، وخت نا وخت د مخالفینو له لوري یې پایې غورځول کیږي او لاینونه یې پرې کیږي.

افغانستان چې خپله پرېمانه اوبه لري او کولی شي چې له اوبو برېښنا تولید کړي خو حکومت ورته تر اوسه جدي اقدامات نه دي کړي.

د افغانستان په سلو کې ٧٥ سلنه اوبه ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته روانې دي او د افغانستان اوبه په هېواد دننه پرته له ګټې اخیستنې ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

هېواد وال په حکومت نیوکه کوي، چې له خپلو اوبو ګټه نه شي پورته کولی او نه پرې د برېښنا ډیمونه جوړوي، برېښنا له نورو هېوادونو پلوري او د هېواد په اوبه دښمن هېوادونو پاکستان او ایران مزې وکړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.