The news is by your side.

کنړ: پاکستان د طالبانو تر کنټورل  لاندي سیمه قبضه کړه

خبریال وېبپاڼهد پاکستان پوځ  د کنړ ولایت د ناړۍ ولسوالي دوکلام سېمه کې په کلي کې دننه اغزن تار تېر کړی دی.

دا سیمه د طالبانو ترکنټرول لاندي ده او پاکستان اوس تر (۰) نقطه بیخي ډېر د آزاد افغانستان خاورې ته را اوښتی دی .

ناړۍ ولسوالي چې د خپل جغرافیايي موقعیت له امله همېشه د پاکستان د بریدونو سره مخامخ وي اوس یې د وجود یوه لویه برخه پاکستاني پوځیانو قبضه کړې ده .

په کنړ کې د خبریال وېبپاڼې همکار وايي چې پاکستاني پوځیان اوس تر بل هروختپه آزاده پښه تر ډېورنډ کرښه را اوړي او د پوښتنې څوک یې نشته.

ناړۍ ولسوالي د افغانستان د کنړ ولايت یوه هغه ولسوالي ده چې خلک یې غریب خو خورا غیرتمند بلل کېږي. په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر ۳۲،۵۱۰ وگړو ته رسېږي.

او دا ولسوالي د مرکز اسعد اباد ختيځ ته پرته ده ، ۳۷۷ کيلومتره مربع مساحت لري او ټول یې نفوس شاوخوا ۴۷۷۶۵ تنه ښودل شوی چې په ۸۱ لویو او کوچنیوکليو کې ژوند کوي.

خلک يې په کرنه اومالدارۍ بوخت دي؛غرونه يې ټول دنښترو په ونو پوښل شوي، د ډيورنډ کرښې له چترال سره،دختيځ نورستان دکامدېش ولسوالۍ اود غازي اباد ولسوالۍ سره سرحدونه لري، گجر،سالارزي،مشواڼي او کوهستاني قومونه پکې ژوند کوي.

ځايي خلکو د خبریال وېبپاڼې همکار ته ویلي چې که افغان حکومت د دغه هیواد خاوره نشي ساتلای ولس ته دې امکانات ورکړي دوی د پاکستاني پوځ ځواب ویلای شي.

د محمد اشرف غني په مشري افغان حکومت تر بل هر حکومت زیات د پاکستان سره نېژدې اړیکي‌ جوړي کړې دي او پاکستان ته یې پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو حق ورکړی دی .

د افغانستان د ولسمشري پر څوکۍ ناست محمد اشرف غني په دې تورن دی چې له پاکستان سره یې معمله کړې او ډیورنډ کرښه یې له پاکستان سره منلې ده.

تېره ورځ د افغانستان د پارلمان یوه غړي‌او پخواني‌سناتور شیر محمد اوخندزاده اشرف غني په ملي خیانت تورن کړ او ویې ویل چې نوموړي‌د افغانانو پر عزت له پاکستان سره معمله کړې ده چې دا ملي خیانت دی.

د افغانستان ولس له حکومت نه په کلکه غوښتنه کړې چې پر ډیورنډ کرښه د پآکستان د اغزن تار غځولو پروژه دې وځنډوي او له هغه سیمو دې پاکستاني پوځیان وشړي‌ چې د موجوده افغانستان خاورې ته راننوتي دي.     

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.