The news is by your side.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي سیالیو کې ۴ مقام خپل کړ

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان له پنځلس کلنو د کم عمره ځوانانو ملي لوبډله د مرکزي په سیالیو کې څلورم مقام خپل کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان له پنځلس کلنو د کم عمره ځوانانو ملي لوبډله د مرکزي سیالیو کې دوه بریاو، دوه ماتو او یوه مساوي سره دغه مقام ته ځان رسولی دی.

دا په داې حال کې ده چې د افغانستان له پنځلس کلنو د کم عمره ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې د شنبې په ورځ د مرکزي اسیا فوټبال سیالیو په لړ کې ترکمنستان ته ماته ورکړه.

د فوټبال فدراسیون په وینا، له دې وړاندې د د افغانستان له پنځلس کلنو د کم عمره ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې له ایران څخه یې ماتې منلې وه.

تر دې مخکې افغان لوبډله قرغزستان ته ۲ – ۱ ماتې ورکړې وه خو د سیالیو په لومړی لوبه کې له تاجکستان څخه یې ماتې منلې وه.