The news is by your side.

کابل کې یوې پېغلې په شخصي لګښت رسټورانټ جوړ کړی

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان په څېر په یوه دودیزه او مذهبي ټولنه کې د ښځو زده کړې او کار کول د افغان ښځو لپاره له سترو ننګونو سره مخ وي. خو بیا هم داسې افغانې پېغلې شته، چې ښوونځی لولي، لوړې زده کړې کوي او کولی شي شخصي کاروبار مخ ته یوسي.

کابل کې د بنفش ابراهیمي په نوم لوستې پېغلې په خپل شخصي لګښت او خپلو مټو رسټورانټ جوړ کړی.

اغلې ابراهیمي د ژورنالېزم له پوهنځي فارغه شوې او په یو شمېر رسنیو کې یې ژورنالیستیک فعالیتونه هم کړي.

بنفش ابراهیمي وایي اوس مهال چې جونې او مېرمنې هر ځای کار کوي شخصي ادارې ترې بېلا بېلې تقاضاوې او غوښتنې کوي او له دې کبله په ادارو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي او شخصي کاروبار ته یې مخه کړه.

نوموړي د خپل شخصي رسټورانټ په اړه خبریال وېب پاڼې سره خبرو کې وویل:

“له ډېر وخته مې خوښېدل یو شخصي کاروبار را منځته کړم او له ما سره نورې جوني هم په کې بوختې شي، نو له ډېرو وړو کارونو مې پیل وکړ، یو کانتینر مې واخیست، کار او مصرف مې پرې وکړ او د آسایش په نوم مې یو کوچنی رسټورانټ را منځته کړ، زموږ کار تر ډېره انلاین دی او په انلاین توګه خلکو ته خواړه رسوو، خو بیا مې هم په رسټورانټ کې مېزونه او چوکۍ کېښودل په ځانګړې توګه نجونو ته چې وکولی شي رسټورانټ ته هم راشي او انشاءالله خپل رسټورانټ به نور هم لویوم او د ښو خدماتو وړاندې کولو لپاره پوره پوره هڅه کوم.”

اغلې ابراهیمي وایي له دې یې موخه نورو جونو او مېرمنو ته هم د کاري فرصت را منځته کول دي او په نږدې راتلونکې کې رسټورانټ لپاره د پخلي، خوړو رسونې او نورو برخو کې ښځینه کارکوونکي ګمارم، چې لږ تر لږه وکولی شي د خپل ژوند اړتیاوې خپله پوره کړی شي.

بنفش وایي هغه ښځې او جونې چې د نارینه او ښځینو ګډ رسټورانټ ته د تللو اجازه نه لري یا یې نه غواوي ولاړې شي، د دوی رسټورانټ یوازې د ښځو لپاره ځانګړی دی او کولی شي ته په ډاډه زړه ورشي،

بنفش ابراهیمي په نورو پېغلو غږ کوي چې د دې په څېر کولی شي، په کمو امکاناتو وړوکی کاروبار رامنځته او لوی کړي، څو د بل لاس ته کېنني او د ژوند اړتیاوې خپله پوره کړي، په دې توګه به نورو ښځو ته هم د کاروبار یو الګو وي او افغان ښځو ته به د کاري فرصت رامنځته کولو کې اغېزمنې تمامې شي.

اوس مهال په کابل کې د ښځینوو لپاره ځانګړي رسټورانټونه ډېر کم تر سترګو کیږي او دا ځانګړي رسټورانټونه هم د بېلا بېلو جونو او مېرمنو له لوري را منځته شوي دي. چې کارکوونکي یې ټولې مېرمنې دي او یوازې د مېرمنو لپاره خدمات وړاندې کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.