The news is by your side.

په سيمه کې راتلونکي اقتصادي تحولات او پر افغانستان يې اغيزې

خبریال وېب پاڼه/ په سیمه کې راتلونکې اقتصادي بدلونونه پر افغانستان مثبتې اغېزې لرلی شي، د چابهار بندر د پراختيا مالي لګښت هندوستان ورکوي او ګوادر چې مالي تمویل یې د چین له خوا کیږي یوازې ۷۲ کيلو مټره واټن کې پراته دي، په دومره لنډه فاصله کي د دوو سترو سوداګریزو او اقتصادي بندرونو موجوديت په سيمه کې د اقتصادي برلاسي او اقتصادي پیاوړتیا لپاره روښانه انځور او بيلګه ده.

چين اوس مهال د نړۍ دوېم لوى اقتصادي ځواک دی او هند د نړۍ پنځم اقتصادي ځواک دی؛ همدا راز چين د نړۍ له ټولو زيات نفوس لرونکی او هند دوېم ډېر نفوسه هېواد دی.

هند غواړي د چابهار له لارې ځان له افغانستان، منځنۍ اسیا، روسیې او له همدې طریق له ختیځې اروپا سره وصل کړي.

بل لوري ته، چين غواړي د گوادر بندر له لارې ځان د هند بحر ته ورسوي او همدا راز په فارس خليج او په عرب بحیره خپل اغيز ډير کړي.

افغانستان د دواړو لپاره د ثقل نقطه ده، که افغانستان کې سوله او امنيت تأمين شي، دغه جغرافیوي کليدي موقعیت کولای شي افغانستان په سيمه کې په ټرانزیټي څلور لارې، د سوداګرۍ د راکړې ورکړې هېواد او اقتصادي ځواک بدل کړي.

لیکنه: واحدالله نوشېر

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.