The news is by your side.

د ٥,٨ میلیارد افغانیو په ارزښت ١٢زره سړې خونې او زېرمې جوړیږي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت غواړي د افغانستان د کرنیزو توکو د ساتنې او زېرمه کولو لپاره ١٢ زره سړې خوني او زېرمې جوړیږي.

یاد وزارت وایي دا ١٢ زره سړې خوني او د کرنیزو توکو زېرمې په ټولو ٣٤ ولایتونو کې د ٥,٨ میلیارده افغانیو په ارزښت جوړیږي.

د دې سړو خونو او کرنیزو توکو زېرمو د جوړېدو چارې به په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړې شي، افغان حکومت د سړو خونو د جوړېدو پروژې درې میاشتې وړاندې له کرونا ویروس له خوندیتوب نه د قرنطین په موده کې پیل کړې وې او په یو شمېر ولایتونو کې یې لسګونه سړې خونې او زېرمې جوړې کړې.

د افغانستان کرنیز توکي سبزي او مېوه جات د سړو خونو او کرنیزو توکو د زېرمو د نه شتون او پاکستان سره د سوداګریزو لارو د بندېدو له کبله خوسا کیږي، اوس سوداګر او کروندګر خوښ دي، چې کرنیز محصولات به یې له خوسا کېدو او خرابېدو ژغورل شي خو نیوکه لري چې سړې خونې او زېرمې هم د زور واکو له لوري په خپله خوښه وېشل کیږي او دوی بیا هم مجبور دي چې د خپلو کرنیز محصولاتو څخه په دودیز ډول ساتنه وکړه.

سږ کال د کرونا وبا نه د مخنیوي پر بهانه پاکستان وار وار له افغانستان سره سوداګریزې لارې وتړلې چې له کبله یې په سلګونه ټنه کرنیز محصولات، سبزیجات او مېوه جات خراب او خوسا شول، خو د سړو خونو او زېرمو په جوړېدو سره به دا ستونزه څه نا څه حل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance