The news is by your side.

که د کندهار انار غواړﺉ، د بڼوالو په سمه معنا ملاتړ وکړﺉ!

خبریال وېب پاڼه/ هر کال چې کله د کندهارې انارو د حاصلاتو ټولولو وخت شي، په ملي او سیمه یېزه کچه لاندي اندیښني ډېرې شي.

د پاکستان د سوداګرو له خوا د ډمپینګ سیاست غوره کول.
د پاکستان د ګمرکي تعارفو لوړیدل.

په ټوله کې د مرکزې حکومت د بوختیاو ډېرېدل.
ګاونډیو هېوادونو سره په اړوند برخو کې د سوداګریزو او ډیپلوماټیکو اړیکو کم رنګې.

د کندهارې بڼوالو د ستونزو حاشیې ته کول.

په شکل د اشکالو د بڼوالو د تشویق پر ځای د هغوی ترغیب.

خو د دې هرڅه سره سره بیا د کندهار میشتو وګړو نه د مرکزې حکومت او هلته د میشتو چارواکو غوښتنې داسې وې، کله چې کابل ته راځي انار دې له یاده ونه ووځي،
څو کارتنه انار ژر واستوه، انار مې ډیر خوښیږي، د کندهار انار راواستوه چې پلازمینه کې یې فلانې سفیر او ډیپلومات ته ډالۍ کوو، انار مې ډیر ضرور په کار دي، خارج ته یې دوستانو ته د ډالۍ په شکل استوم.

که د یوې خوا نه مو انار جدي اړتیا ده، نو د بلې خوا نه مو د دې بڼوالو ملاتړ او محصولاتو ته بازار موندنه مهم مسؤولیت دی.

د مسولیت احساس خو سر خوړلی، نو راځﺉ د بڼوالو سره په دې ډول معاملي ته غاړه کیدی، چې:

که انار غواړﺉ، نو د بڼوالو په صحیح مانا سره ملاتړ هم وکړﺉ.
که یې ملاتړ نه کوﺉ، نو کندهار میشتو وګړو ته بیا د انارو فرمایش مه ورکوﺉ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.