طالبان چې څومره جګړه اوږدوي هومره درانه تلفات ور اوړي

خبریال وېب پاڼه/ د طالبانو له لوري چې جګړه څومره سختیږي هومره درانه تلفات ور اوړي، اوس مهال د هلمند ولایت د نادعلې ولسوالۍ په چهانجیر او ٣١ لویدیځو سیمو د طالبانو سره په جګړه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ١٤ طالبان وژل شوي او ٦ نور ټپیان شوي دي.

دا مهال هلمند کې د جګړو سیمې د هلمند د امنیه قومندان جنرال خلیل جواد او د ملي امنیت رٸیس جنرال محمد طاؤوس خان له لوري رهبري کیږي، د جګړو سیمو ته مرستندویه ځواکونه هم رسېدلي دي.

همدا راز د امنیتي ځواکونو له لوري په لویو لارو کې لس کړۍ ماینونه خنثی شوي دي او دا لړۍ یې لا هم روانه ده.

د هلمند جګړه کې بوخت امنیتي او دفاعي ځواکونو له وېرې طالبانو سیمې پرېښې دي او اوس مهال د سیمو د تصفیې په موخه چاڼیز عملیات روان دي.

د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کې د طالبانو له لوري جګړه سخته شوې او د څو اوونیو راهیسې یې د هېواد په څه باندې ٢٣ ولایتونو درانه بریدونه کړي دي، خو د طالبانو بریدونه د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري له ماتو سره مخ شوي او طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله ور اړولې.

په قطر کې بین الافغاني مذاکراتو ته د ناستو طالبانو نه افغان ولس، افغان حکومت، نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه غوښتنه کوي، چې اوربند وکړي او دواړه لوري جګړه ودروي، خو د طالبانو له لوري مثبت ځواب نه ږرکول کیږي، څومره چې جګړه څومره سخته او اوږدیږي، طالبانو ته هومره سخت تلفات ور اوړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More