The news is by your side.

ورزش کاران د ورزش له لارې د سولې غږ پورته کوي!

خبریال وېب پاڼه/ د بایسیکل ځغلونې درېیم پړاو سیالۍ په بامیان ولایت کې تر سره شوې.

دغه سیالۍ د کابل، بامیان او غزني ولایتونو د ٤٠ تنو لوبغاړو په شتون د هندوکش تر نامه لاندې تر سره شوې.

په بامیانو کې د غرني کلپ مسؤول سجاد حسیني زیاتوي، چې د دغو سیالیو د تر سره کولو اصلي موخه د سولې ناره بدرګه کول او د ورزش ترویج کول دي.

د بایسکل ځغلونې دا سیالیو کې د نجونو او هلکانو پاڼۍ په جدا ډول ترسره شوې، چې د نجونو په برخه کې نسرین، زینب او شکېبا د بامیانو له ولایت څخه او د هلکانو په برخه کې مصطفی او فرزاد له کابل ولایت او لایق له بامیانو څخه په ترتیب سره له لومړي تر درېیم مقامونو راغلل.

د هېواد ورزش کاران وخت نا وخت د سولې په نوم ورزشي سیالۍ ترسره کوي او په بېلا بېلو ولایتونو کې د سولې غږ کوي.

په ورته مهال په پلازمېنه کابل کې د فوټبال لیګ سیالۍ روانې دي او دوه اوونۍ وړاندې د شپږیزې کرېکټ لیګ اووم پړاو سیالۍ د کابل بازانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دې وروستیو کې افغانستان د ورزش په بېلا بېلو برخو کې خورا ډېرې لاسته راوړنې لري او دا لاسته راوړنې نه یوازې د نارینه لوبغاړو بلکې د ښځینو لوبغاړو په هڅو او وړتیاوو لاس ته راغلي دي.

د افغانستان ښځینه ورزش کارانې اندېښنه لري، چې د سولې او طالبانو په راتګ سره د دوی لاسته راوړنې قرباني نه شي او پر کور کېنني او تر څنګ یې غواړي د سولې په خبرو کې د ښځو له حقونو دفاع وشي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.