The news is by your side.

د فوټبال غوره لیګ سیالیو کې سپین غر بازانو لوبډله نیمه پای لوبې ته ووته

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو کې د سپین غز بازانو لوبډلې د اباسین څپو لوبډلې ته څلور د یو پر وړاندې ماته ورکړه او د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو سیالیو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.

سبا شنبه به د سیمرغ البرز لوبډله د میوند اتلانو فوټبال لوبډلې پر وړاندې په میدان کې مخامخ کیږي او خپل بخت به ازمایي.

فوټبال هم یو له هغو ورزشونو دی چې زرګونه مینه وال لري او هر کال د فوټبال غوره لیګ سیالیو په پیلېدو سره د هېواد له ګوډ ګوډ او په ځانګړې توګه له شمالي ولایتونو څخه د فوټبال مینه وال د سیالیو د لیدلو لپاره کابل ته راځي.

په ورته مهال د بایسیکل ځغلونې درېیم پړاو سیالۍ هم نن په بامیان ولایت کې تر سره شوې.

دغه سیالۍ د کابل، بامیان او غزني ولایتونو د ٤٠ تنو لوبغاړو په شتون د هندوکش تر نامه لاندې تر سره شوې.

په بامیانو کې د غرني کلپ مسؤول سجاد حسیني زیاتوي، چې د دغو سیالیو د تر سره کولو اصلي موخه د سولې ناره بدرګه کول او د ورزش ترویج کول دي.

د بایسکل ځغلونې دا سیالیو کې د نجونو او هلکانو پاڼۍ په جدا ډول ترسره شوې، چې د نجونو په برخه کې نسرین، زینب او شکېبا د بامیانو له ولایت څخه او د هلکانو په برخه کې مصطفی او فرزاد له کابل ولایت او لایق له بامیانو څخه په ترتیب سره له لومړي تر درېیم مقامونو راغلل.

د هېواد ورزش کاران وخت نا وخت د سولې په نوم ورزشي سیالۍ ترسره کوي او په بېلا بېلو ولایتونو کې د سولې غږ کوي.

په دې وروستیو کې افغانستان د ورزش په بېلا بېلو برخو کې خورا ډېرې لاسته راوړنې لري او دا لاسته راوړنې نه یوازې د نارینه لوبغاړو بلکې د ښځینو لوبغاړو په هڅو او وړتیاوو لاس ته راغلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.