The news is by your side.

يونان کې لاريونونه په تاوتريخوالي بدل شول

خبريال ويبپاڼه /له پرون جمعې ورځي را هسي د یونان په اتن ښار کې د شونځيو د زده کوونکو له خوا پراخ لاريونونه تر سره شول.
د لاریون پر مهال د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ سخت اخ ډب رامنځته شو ، په سلګونو لاریون کونکي په پوليسو د ډبرو او لرګيو وارونه وکړل.
خو پوليسو يې په ځواب کې اويښې بهونکی کاز او هوايې ډکزي وکړې.
که څه اوی هم لا لاريون روان دی ، پړليس غواړي چې لاريون کوونکي له لويو واټونو لري کړي.

دا زده کونکي چې په لاريون يې لاس پوري کړی وايې چې په ښوونځیو کې دې د کرونا ویرس باندې نور سخت محدودیتونو ولګلول شي.

بايد وويل شي له تير کال راهسي د چين په اوهان ښار کې را پيل چې په ډير ليږ وخت کې ټولي نړۍ ته ورسيده چې تر ۳ ميليونه زيات خلک نيولي.
چې تازه د جان هاپکينز پوهنتون له نوي شميرو څخه معلوميږي چې په ټوله نړۍ کې مثبتي پيښي: ۳۲,۴۷۲,۷۶۶
د مړو شوو کسانو شمير په ټوله نړۍ کې : ۹۸۷,۶۷۹
•او د روغو شو کسانو شمير : ۲۲,۳۷۵,۶۳۳ تنو ته رسيږي.

هيره دې نه وي چې په اروپا او امريکا کې کرونا ويرس اوس بيخي پراخې کچي ته رسيدلی دی.
حتی تر دې چې د کرونا ويروس نوي څپه خپري شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتنيو ګوتريش ويلي چې کرونا تر بل هر وخت ډيره خطرناکه ده او نړۍ يې له سخت حالت سره مخ کړي دي ګوتريش په وينا اوس په نړۍ کې تر هر بل خطر د کرونا خطر بيخي زيات دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي امتنيو ګوتريش د امريکا له محتده ايالاتو او روسيې هیوادنو څخه وغوښتل چې د کرونا واکسين ژر او ډير ازارنه جوړ کړي چې د نړۍ هر ګوټ ته ورسيږی تر څو ټوله نړۍ د کرونا له خطر څخه خلاص شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.