The news is by your side.

د ناټو عمومي قومندان سکاټ مېلر له لوی درستیز سره بلخ ته تللی

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د غوڅ ملاتړ مأموریت یا ناټو عمومي قومندان سکاټ مېلر، د افغانستان لوی درستیز جنرال محمد یاسین ضیا، د ملي امنیت ریاست ولایتي مرستیال او د محلي ارګانونو ادارې مرستیال بلخ ولایت ته په سفر تللي.

د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال محمد یاسین ضیا وایي، که څه هم د قطر پلازمېنې دوحه کې د افغانانو خپل منځي خبلې روانې دي خو د دوښمن په افغانستان کې جګړه د تاوتریخوالي په دوام ټینګار لري.

جنرال یاسین ضیا وایي، امنیتي او دفاعي ځواکونه د دوښمن پر وړاندې د خپلو خلکو د امنیت د تأمین، د اقتصادي پروژو او د لویو لارو د امنیت لپاره له وړاندې هم ډېر چمتو دي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان سکاټ مېلر وویل، که څه هم افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د دوښمن پر وړاندې په دفاعي حالت کې دي خو بیا هم خورا ډېرې لاس ته راوړنې لري.

د ملي دفاع وزارت په خبر پاڼه کې راغلي چې د جنرال سکاټ مېلر او لوی درستیز جنرال یاسین ضیا په ګډون تللي پلاوي د ٢٠٩ شاهین قول اردو، ٢١٧ پامیر قول اردو او د فاریاب ولایت محلي ارګانونو سره ناسته وکړه، د شمالي ولایتونو امنیتي وضعیت څارنه یې وکړه او همدا راز یې په یو لړ نویو او مهمو امنیتي پلانونو بحث وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو په پیل سره د طالبانو له لوري جګړه سخته شوې او تاوتریخوالي او ورانکارۍ یې زیاتې شوي دي، طالبانو د افغانستان په څه باندې ٢٥ ولایتونو درانه بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله هم ور اوښتې.

د افغانستان شمال لویې لارې هم نا امنه شوي او خلک پرې د تګ راتګ او سفر لپاره زړه نه ښه کوي، خو ملي دفاع وزارت وایي امنیتي ځواکونه له پخوا ډېر د لویو لارو د امنیت لپاره چمتو دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.