The news is by your side.

د ولسوالیو سقوط، د دولت بې پروايي او اندېښنې

خبریال ویب پاڼه/ د مي له لومړۍ نېټې را په خوا وسلوالو طالبانو په ګڼوو ولایتونو کې خپل جګړه ییز فعالیتونه زیات کړي او دا مهال يې جنګیالي له افغان ځواکونو سره په درنو نښتو بوخت دي.

په ورته مهال په ټول افغانستان کې اوسیدونکي د خپل راتلوونکي او د دولت په هکله بې باوره سوي او داسې فکر کوي چې  یوځل بیا به په هېواد کې  جګړې او وژنې زیاتي سي.

پرهمدې مهال د افغانستان ولسي جرګې هم نیوکه کړې او د روانو نا امنیو او هره ورځ يې د ولسوالیو د سقوط په هکله وارخطايي څرګنده کړې ده.

ولسي جرګې په خپل امتیازي ساعت کې وویل چې د هېواد وضعیت ورځ بر بلې ترنیګلی کیږي خو دا چې حکومت يې په وړاندې اقدام وکړي بې پروايي یې کړې، هغوی وویل په هېواد کې وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي.

وکیلانو وویل چې له دوی سره له لیري پرتو ولسوالیو افغان سرتیرو اړیکې نیولې او ویلي يې دي چې حالات خراب دي خو حکومت ورسره د وسلو او مهماتو مرستې نه کوي او ان د خورا لپاره ډوډۍ هم نه ورته رسوي.

دوی وویل له همدې امله حکومت بې پروايي رامنځ ته کړې او افغان ځواکونه د هېوا په یو شمېر سیمو کې له همدې امله له ستونزو سره مخ دي.

له دې سره تر خوا عام خلک هم پر دولت نا باوره سوي او په دې اند دي چې دولت په لوی لاس غواړي سیمې ولسوالۍ او ولایتونو له سقوط سره مخ کړي د دوی.

په کومه سیمه یا ولسوالي کې کله د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کیږي نو که چیر یو څو دقیقې هوايي ځواک مرسته ورسره وکړه خو ښه ده او که چیري داسې نه وي نو بل هیڅ ډول مرسته له دې سرتیرو سره نه کیږي چې همدا يې لامل کیږي چې امنیتی ځواکونه  یو په بل پسې پوستې پریږدي او یاهم تسلیم.

په دې وروستۍ اونۍ کې طالبانو خپل تحروکات زیات کړي او د شمېرو له مخې يې تراوسه شاوخوا شل ولسوالۍ نیولې چې  دولت ویلي تاکتیکې په شاتګ يې ترې کړی خو بیا يې ښايي هیڅکله د نیولو اراده ونلري تراوسه پوري دولت د حالت په کابو کولو کې نه دی توانیدلی

Comments are closed.