مالیزیا کې د هلیکوپټرو ټکر ۱۰ تنه وژلي
خبریال وېبپاڼه: مالیزیا کې د پوځي هلیکوپټرو د ټکر له کبله لس کسان وژل شوي دي.
د یاد هېواد د اور وژنې ادارې ویلي چې دې الوتکو د روزنیزو تمریناتو پر مهال ټکړی او مړه شوي کسان یې د عملې غړي دي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې، یادو الوتکو راتلونکې میاشت د سمندري ځواکونو ملي ورځې ته د تیاري لپاره تمرینات کول.
یاد تمرینات د مالیزیا لوموت ښار ته څېرمه د سمندري ځواکونو د یو لوبغالي له پاسه په ټیټه ارتفاع کې ترسره کېدل.
بل لورته په ټولنیزو رسنیو کې هم د یادو تمریناتو ویډیو ګانې خپرې شوې، چې یو شمېر چورلکې په کې د تمرین په حال کې لیدل کېږي.