The news is by your side.

لکي مروت کې خپل منځي دښمنۍ شپږ تنه وژلي

خبریال وېبپاڼه: د خیبرپښتونخوا لکي مروت په اکړې خانزادخېلو کلي کې د واده په مراسمو کې د ډزو له کبله شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

پاکستاني پولیسو ویلي، چې پېښه د دوو کسانو ترمنځ د شخصي دښمنۍ له وجې شوې ده.

د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې له يوې خوا درې تنه او له بل لوري بیا يو تن وژل شوی دی.

د سرچینې په خبره، د پېښې ټپيان سیمه‌ییز روغتون ته وړل شوي دي.

پولیس وایي، په وژل شویو کې دوه د واده مېلمانه هم شامل دي.

تر دې وړاندې هم د خیبر پښتونخوا په ډېری سیمو کې د خلکو تر منځ په تربګنيو او شخصي دښمنیو کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او لاهم دغه لړۍ روانه ده.

لیکنه: فیاض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance