The news is by your side.

نامالومو وسله والو؛ د ترهګري ضد شپږ پاکستاني پولیس ووژل

خبریال وېبپاڼه: پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ترهګرۍ ضد شپږ پولیس د نامعلومه وسله والو سره په نښته کې وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.

ډان د پاکستاني پولیسو د چارواکو له خولې خبر ورکړی، چې دغه نښته د بلوچستان ایالت په (مولاداد) سیمه کې د ترهګرۍ ضد پولیسو او د (میتوشاه) ډلې ترمنځ شوې ده.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې، نښته د ميتوشاه ډلې د غړو لخوا تر هغې وروسته پيل شوه، کله چې پوليس د يوه سوداګر د تښتول شوي زوى، د خلاصون لپاره د بلوچستان مولاداد سيمې ته ورغلل.

د سیمه ییزو پولیسو یوه چارواکي (منیراحمد شیخ) ویلي دي: «د پولیسو او وسله والو ترمنځ څو ساعته پر يو بل ډزې روانې وې.»

له دغې خونړۍ جګړې وروسته، د پاکستان پولیسو په دې تښتونه کې د میتوشاه ډله ښکېله بللې او د تښتوونکو د دغې ډلې د نیولو یا له منځه وړلو لپاره یې پراخ عملیات پیل کړي دي.

پوليس وايي، عمليات به دغې موخې ته تر رسېدو پورې دوام ولري.

ویل کیږي، چې د بلوچستان د مولاداد په سیمه کې د ميتوشا ډله خطرناکه بلل شوې ده.

Comments are closed.