The news is by your side.

روغتیا وزارت ۴ ولایتي‌ ریسان څارنوالي ‌ته معریفي کوي‌

خبریال وېب پاڼهدافغانستان د روغتیا وزارت د (۴) ولایتونو ریسان  څارنوالي‌ ته معریفي کوي . دا څلورو ریسانو باندي‌ د کرونا وایرس په بودیجه کې د فساد تورونه لګیدليدي‌.

د روغتیا وزیر نېژدو سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د فساد په ځینو قضیو کې داسي‌ هم شوي‌ چې د ځینو ولایتونو ریسانو د کرونا په بودیجه خپلو دفاترو ته کوچونه ؛ تلویزونونه او کامرې اخیستې دي‌.

که څه هم پخپله د روغتیا پر وزیر د فساد تورونه لګیدلي‌، خو د روغتیا وزیر هڅه کوي‌ چې د فساد په تور ځیني کسان څارنوالي‌ته راکش کړي‌.
د روغتیا وزارت سرچینې وايي‌ چې په وزارت کې دننه ځیني‌ لوړرتبه مامورینو هم د کرونا وایرس په بودیجه کې فساد کړی او تر څارنې لاندي دي‌.

تر اوسه لا دا روښانه نه ده چې د روغتیا نوی وزیر ښاغلی عثماني‌ به د فساد ضد مبارزه څنګه مخته یوسي‌، خو دم ګړی یې خبریال ته له دفتره ځینو سرچینو دا خبر ورکړ چې ګواکې وزیر صیب د فساد خلاف سخت ګامونه اوچتوي‌.

دافغانستان د روغتیا وزارت دا مهال تر بل هر وخت زیات د فساد تر تورونو لاندي‌ دی ؛ له وزیره نیولې بیا تر ولایتي ‌ریسه پوري‌ اکثره چارواکي‌ په فساد کې ککړ بلل کیږي‌.

تېره اونۍ خبریال وېبپاڼې د اوسنيوزیر د ورور د فساد اسناد خپاره کړل او وروسته رسنیو کې پر اوسنيوزیر ښاغليعثماني د فساد تورونه لا زیات شول .

خبریالان واييچې د روغتیا وزیر ښالی عثماني‌ هڅه کوي چې څارنوالي‌ ته د ۴ ولایتي‌ ریسانو په معریفيکولو سره ځان سپین ثابت کړي‌ او په وزارت کې دننه د کرونا بودیجې د فساد داستان بدل کړي .‌

یوې بلې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شيخبریال وېب پاڼې ته وویل چې د روغتیا وزیر په پرله پسې ډول د مشهورو خبریالانو او د ځینو رسنیو له استازو سره پټې غونډي کوي‌ او هڅه یې پیل کړې ده چې په کرونا فنډ کې په روغتیا وزارت کې د شوي‌ فساد دوسیې او راپورونه په رسنو کې خاموشه کړي‌.

تېره شپه هم د روغتیا وزیر ښاغلي‌ عثماني‌ له یو شمیر خبریالانو او د رسنیو له استازو سره پټه لیدنه کړې ده .‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.