The news is by your side.

آیا پوهېدئ چې ماشومان کرونا ویروس نه لېږدوي؟

خبریال وېب پاڼه/د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کرونا وبا له امله ښوونځي او ټول زده کړه ییز بنسټونه تړل شوي خو اوس روغتیا پالانو د یوې څېړنې په ترڅ کې موندلې ده چې ماشومان د کرونا وبا نه لېږدوي.

ډېرو ته ښایي جالبه وي خو په جرمني کې څېړونکو موندلې ده چې ماشومان د کرونا ویروس مشرانو او د زیا عمر خاوندانو ته نه لېږدوي. دوی وایي، نه یوازې دا چې ماشومان لویانو ته کرونا نه لېږدوي بلکې د دغې ناورغۍ په وړاندې د یوه خنډ په توګه هم خپل رول ادا کوي.

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې ورمه ورځ په یوه راپور کې چې سرلیک یې دی: «د جرمني په ښوونځیو کې پر کووید۱۹ د اخته کسانو ټیټه کچه» لیکلي، د جرمني په ختیځ کې د ساکسوني ایالت د زده کوونکو او ښوونکو ازمېښتونو وښوده چې ماشومان پر کورونا د اخته کېدو په وړاندې د یوه بریک یا خنډ په شان عمل کولی شي.

په هغو ټیستونو یا ازمېښتونو کې، چې د ښوونځیو د ۲ زره زده کوونکو او ښوونکو شوې، څرګنده شوې چې د پخواني تصور خلاف ښوونځي د کورونا وایرس په خپرولو کې هیڅ رول نه لري.

جرمني په مې (ثور) کې ښوونځي بېرته پرانیستل او تراوسه لا دا بحث روان و چې ایا ماشومان خو به لویانو ته کورونا وایرس نه انتقالوي.

ویل کېږي دا څېړنه د ساکسوني ایالت د مرکز دریزدن د پوهنتوني روغتون له لوري شوې ده.

څېړونکو د ۱۵۰۰ ماشومانو، چې عمرونه یې د ۱۴ او ۱۸ کلونو ترمنځ وو، او د دریزدن او د ساکسوني ایالت د څو نورو سیمو د ۱۳ ښوونځیو د ۵۰۰ ښوونکو د وینې نمونې د مې او جون په میاشتو کې ازمېښت کړې.

د دغه روغتون د زړه او رګونو د جراحۍ استاد رینهارد برنر وویل «د ۲ زرو تنو له منځه یوازې ۱۲ تنو انتي باډي لرله او لومړنۍ نتیجې ښيي چې زده کوونکي لویانو ته کورونا وایرس نه لېږدوي.»

ده، چې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، وویل، ښایي ماشومان د کرونا په وړاندې د یوه خنډ په توګه عمل وکړي ځکه په وینا یې دوی مشرانو ته دغه ویروس نه لېږدوي.

په ساکسوني ایالت کې، چې د چک جمهوریت ګاونډی دی، د جرمني تر نورو ایالتونو د کورونا په وایرسو د اخته کسانو شمېر لږ دی.

هېره دې نه وي چې په دې وروستیو کې د کرونا وبا ضد واکسین جوړونې بهیر هم چټک شوی دی. وړمه ورځ امریکایي رسنیو خبر ورکړ چې ښایي د دوبي تر پایه امریکایي روغتیا پالان د واکسینو په جوړولو بریالي شي.

اوس مهال چین، بریتانیا او امریکا د واکسین جوړونې په بهیر کې تر نورو هېوادونو مخکښ بلل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.