The news is by your side.

موقت حکومت څه ته وايي؟‌

خبریال وېبپاڼه – موقت حکومت نه بلکه (حکومت) هغه سیاسي جوړښت دی چې د یو هېواد اداره یا نظم په مخ وړي د افغانستان د اساسي قانون په اویایمه ماده کې حکومت د اجرایه قوې په معنا راغلی؛ اما کله کله د حکومت کلمه، دټول هېواد د سیاسي جوړښت او نظام په نوم هم کارول کېږي.

په ټوله نړۍ کې واک د ټاکنو له لارې، له یوه منتخب حکومت څخه بل منتخب حکومت ته سپارل کېږي، او په دې ډول(ټاکنو له لارې)د حکومت ټاکل، د اوسني دور یو ستایل شوی او منل شوی اصل دی.

په نړۍ کې  اکثریت غیر اسلامي او اسلامي هېوادونه د همدې جمهوري ارزښتونو په اساس خپل حکومتونه جوړوي.

د موقت حکومت جوړښت!

موقت حکومت د اضطراري حالاتو، یا د لوی ولسي انقلاب په مټ، د موجود حکومت رانسکورول، او بیا وروسته د سیاسي خلا ډکولو په خاطر، لنډ مهاله جوړیږي، او یا هم د حکومت په خلاف د یوې جنګي ډلې سره د بحران د حل په موخه، په لنډ مهاله توګه رامینځته کېږي، تر څو دا جنګي ډله هم په واک کې شریکه شي او وسله په مځکه کېږدي.

لنډ مهاله حکومت چې له نوم نه یې څرګندېږي د لږ وخت لپاره وي. او دوره یې تر درې کلونو زیاته نه وي.

د موقت حکومت په جوړولو کې باید واک بې طرفه خلکو ته واک وسپارل شي او دوی بیا په بې طرفه توګه، د دایمي حکومت جوړولو لپاره، ټاکنو ته زمینه برابره وي، تر څو یو ټول منلی او باثباته ولسواک حکومت را مینځ ته شي.

لنډ مهاله حکومتونه تل په کمزوره، شاته پاتې او دکتاتوري لرونکو هېوادونو کې مینځ ته راځي، چېرته چې د اکثریت ولس سیاسي او ټولنیز شعور ټیټ وي.

د موقت حکومت په دوران کې د حکومتولۍ ټول ماشین دریږي، او ډېر تمرکز په دې کېږي چې نوي ټول منلي حکومت ته لاره همواره کړي؛ تر څو هېواد کې نظم، اداره او ولس ته د خدماتو وړاندې کول بېرته پېل شي.

کچېرته د لنډ مهاله حکومتونو تاریخ ته وکتل شي، نو اکثریت یې په دې نه دي توانېدلي، چې سیاسي دوامداره ثبات په هېواد کې قایم کړي، د داډول حکومتونو نت وروسته، بېرته دا هېوادونه یو بل نوي بحران ته ورګډ شوي او د دوامداره سیاسي بې ثباتي سره مخ شوي.

د موقت حکومت عمومي‌ جوړښت!

افغانستان هم دوه لنډ مهاله حکومتونه لرل، چې یو د ډاکتر نجیب الله د رژیم د نسکورولو نه وروسته، په پاکستان کې د جهادي ډلو ترمینځ داډول حکومت و، چې وروسته دا حکومت ناکامه شو او پخپلو کې دموقت حکومت جوړونکي سره ونښتل.

دوهم ځل موقت حکومت د طالبانو د رانسکورولو نه وروسته، د نړیوالې ټولنې په مرسته، په بن ښار کې رامینځ ته شو، دا وار هم د همغو جهادي او قومي ډلو مشرانو تر مینځ جوړ شو، چې  هغه وخت هم طالبان یې یو متخاصم اړخ ګڼل کېدل، طالبان د حکومت نه لرې کړل، او د بن په لنډ مهاله حکومت کې یې هم شریک نه کړل ، چې دا هم تر ډېره بریالی او پایداره حکومت نه و؛ ځکه هېواد کې یې دوامداره او تل پاتې سیاسي ثبات ته لاره همواره نه کړای شوه، چې اوسنی کړکېچن سیاسي حالت مونږ د همغې ورځې غلطه اټکل شوې سیاسي محاسبه ګڼلای شو.

موقت حکومت د سخت مجبوریت په حالت کې رامینځ ته کېږي؛ نو ځکه خو یې نه اټکلېدونکي خطرونه او زیانونه هم ډېر وي. هر څه چې په بیړه کې رامینځ ته کېږي، نو له ستونزو او بیا ډېرو خطرونو څخه هېڅکله خالي نه وي.

په داډول حکومت کې ټول واک یو نوې ډلې ته سپارل کېږي،چې حکومتي څوکۍ پخپلو کې سره ویشي، دا حکومت بیا په لږ وخت کې عمومي ټاکنو ته لار هواروي، ترڅو یو ټول منلی یا ولسواک حکومت مینځ ته راشي، خو کله کله بیا همدا موقت حکومت خپل وخت نه شي پوره کولای او د یو زورور حزب/ ډلې یا قوم لخوا له مینځه وړل شوی او نوی دکتاتوري او ظالمانه حکومت مینځ ته راغلی چې خلک بیا د همغه پخواني حکومت په آرمان شوي دي.

څرنګه چې نن سبا یو ځل بیا د لنډ مهاله حکومت د جوړېدلو ډنډورې زیاتې شوي، د موجوده مشروع او د ټاکنو له لارې د ټاکل شوي حکومت په وړاندې د یوه بل ځای ناستي‌ حکومت غوښتونکو یو قوي صف جوړ کړی، چې په دې کې بیا په پاکستان کې د لمړني ناکامه موقت حکومت جوړونکي عناصر او د دوهم لنډوهاله حکومت همغه پخوانۍ څهرې او هېوادونه ښکېل دي، چې دوی بیا افغانستان یو دوامداره سیاسي نظم او ثبات ته نه ېرېږدي.

افغانستان د اساسي قانون لرونکی دی، دا قانون بیا په بن کې دوهم لنډ مهاله حکومت جوړونکو په وخت او رضایت مینځ ته راغلی، چې د واک لېږلو او حکومت جوړولو لپاره یې روښانه لارې چارې بیان کړي دي، خو نن بیا همدوی یو ځل بیا دا خپل جوړ کړی قانون تر پښو لاندې کوي او په ناقانونه توګه د موقت حکومت جوړولو هڅې کوي.

کچېرته وګورو نو په ۲۰۰۱ میلادي کال افغانستان کې د ټاکنو له لارې د واک ترلاسه کول بیخي نوي و، ولس ددې ډول سیاسي جوړښت او حکومت ټاکلو سره  کومه خاصه پېژندګلوي نه لرله، خو بیا هم دا(جمهوريت) نظام، د اکثریت ولس د خوښې وړ ځکه و چې ولس نور د زور له لارې د واک نیولو څخه په تنګ و، ډلې ډلې خلک د رایې ورکولو په خاطر چې ښځې، نر، زوړ او ځوان د ډولونو په بدرګه راووتل او خپل مشر یې وټاکلو.

زمونږ اوسنۍ حکومت هم د همغه اساسي قانون د لارښونو په پایله کې، د ټولټاکنو له لارې مینځ ته راغلی، ستونزې شته، خو ولس د واک لېږد او د حکومت ټاکل، د جمهوري ارزښتونو او لارښونو په اساس منلي او نور د زور له لارې د واک ترلاسه کول افغانانو ته د منلو وړ نه دي.

لیکوال:‌ ع.ح.خلیل

د موقت حکومت څخه د خلاصون يوازنۍ لاره

د مؤقت حکومت طرحې ته د صالح ویښونکی غبرګون

اردوغان طالبانو ته مهمه سپارښتنه وکړه