اردوغان طالبانو ته مهمه سپارښتنه وکړه

 خبريال وېبپاڼه: د طالبانو له لوري ورکول کېدونکي شعارونه څومره چې مخالفين لري همدارنګه موافقين هم لري، خو خبره داده چې ددې شعارونو او موخو د عملي کولو په طریقه کې د طالبانو سره بيا ټوله نړۍ اختلاف لري.

طالبان وايي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون مخالف دي په هېواد کې بايد هېڅ بهرنی پوځي شتون ونلري او افغانستان بايد د اسلام د قوانینو مطابق اداره شي، د طالبانو له دې خبرو سره هېڅ افغان مخالفت نلري خو په کومه لاره چې طالبان دا خبرې عملي کول غواړي د هغه سره بيا ته يوازې چې افغانان مخالف دي بلکې د نړۍ مطلق اکثریت اسلامي علما او مشران ورسره مخالف دي.

طالبانو ته د اردوغان سپارښتنه!

تازه د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د ولسمشر غني سره پخپلو خبرو کې د طالبانو څخه يادونه کړې ده او ویلي یې دي چې طالبان دې خپلې موخې د سوله ييزو او سياسي لارو څخه تعقيب کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان همداراز ويلي چې په افغانستان کې بايد ژر تر ژره جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي او طالبان سياسي پروسې ته داخل شي.

ترک ولسمشر همداراز ويلي دي چې دوی د افغانستان د سولې د پروسې سخت ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي، د ترک ولسمشر په خبره چې په دې هکله به په نېږدې راتلونکي کې ترکيه د يو نوښت هڅه وکړي او د افغانستان د بهرنیو چارو د وزير د پاکستان د بهرنیو چارو د وزير په ګډون به يوه غونډه جوړه کړي.

تجارت کې به زياتوالی راځي!

افغانستان او ترکيه ښې اړیکې لري او په افغانستان کې د ترکي توليداتو سره مينه په دې توليداتو باندې باور ډېر دی، د لرې پرتو پرمختللو هېوادونو څخه افغانستان ته زیات مواد او توليدات د بېلابېلو سببونو له کبله نه راځي، ډېری مواد دلته د ايران او پاکستان څخه راځي چې افغانان یې د کيفيت څخه کړېږي، خو په هېواد کې په ترکي توليداتو باور شته دی او ددې هېواد څخه راتلونکي مواد ښه کيفيت لري.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اشرف غني سره پخپلو خبرو کې ويلي دي او چې دوی غواړي هرڅه ژر په افغانستان کې سوله راشي، اردوغان زياته کړې ده چې دوی د افغانستان سره د تجارت د زیاتېدو ليواله دي او موخه يې داده چې د افغانستان او ترکيې د تجارت کلنۍ کچه ۵۰۰ ميليونو ډالرو ته ورسېږي.

طالبان د اسلامي هېوادونو مشرانو ته غوږ نه ږدي

د ترکيې ولسمشر لومړی کس نه دی چې د طالبانو څخه غواړي خپلې موخې د سوله ييزو لارې تعقيب کړي بلکې په نړۍ کې ډېرو ولسمشرانو ډېرو علماو طالبانو ته ويلي دي چې خپلې موخې دې په سوله ييزه فضا کې د سياسي مبارزې له لارې تعقيب کړي خو طالبان نه د اسلامي هېوادونو د مشرانو او نه علماوو خبره مني.

طالبان صرف د کوټې شورا د پاکستان ملایان په حقه بولي او صرف د هغوی د فتوا په مطابق حرکت کوي، د طالبانو لپاره د پاکستاني ملانو د فتواګانو پرته د نورې ټولې نړۍ د علماوو فتوا بې ارزښته ښکاري او دوی کوم درناوی نه ورته لري.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More