The news is by your side.

نړۍ کې کرونا تر ۱۰۳ میلیونه زیات کسان نیولي

خبریال ویبپاڼه/ کرونا ویروس لاهم د پخوا غوندي نړۍ، انسانانو او هېوادونو ته لوی ګواښ دی اوس هم د کرونا ناروغي لکونه پیښي په ورځ کې رامنځ کیږي او هره ورځ زرګونه انسانان ترې وژل کیږي.

تراوسه پوري د کرونا ویروس یو بل ډول هم  رامنځ ته سوی چې لاهم اندېښمنوونکي دي روغتیاپالان لاهم خلکو د پاملرنې  او روغتیايي سپارښتنو د عملي کولو مشوره ورکوي.

په ټوله نړۍ کې د تازه ثبت سویو پیښو شمېر ۱۰۳ میلیونه ۵ لکه ۲۸ زره انسانانو څخه اوښتی او نژدې هره شېبه دا شمېره نوره هم  لوړیږي د دې ۱۰۳ میلیونه له جملې څخه له کرونا ناروغۍ څخه تراوسه پوري تر ۷۵ میلیونه زیات انسانان جوړ سوي خو تراوسه يې ۲ میلیونه ۲ لکه او ۳۷ زره څخه زیات انسانان وژلي.

د کرونا د مخنیوي لپاره لا تراوسه څه نه دي سوي؟

د امریکا روسیې او جرمني هېوادونو په ګډون ډيری هېوادونو د دې کوښښ وکړ چې د کرونا د مخنیوي لپاره درمل او واکسین جوړ کړي چې څو ځله يې تیار کړی هم دی خو داسې مالومیږي چې تراوسه پوري د دې او نورو هېوادونو هیڅ یوې هڅې نیتجه نه ده ورکړې او نه یې هم په خپلو هېوادونو کې د کرونا د کمیدلو په هکله کوم اقدام کړی.

کوم هېوادونه زیات ځپل سوي؟

د افغاستان په ګډون د نړۍ په ټولو هېوادونو کې اوس هم د کرونا و یروس پیښي په ورځني ډول ثبتیږي او ډیری کسان ترې وژل کیږي هم امریکا تر اوسه د هغه هېوادونو په سرکې ځای لري چې په کرونا ویروس پکښي ډیر کسان ککړ سوي، د مالوماتو پر اساسا امریکا کې تراوسه ۲۶ میلیونه او ۷ لکه زیات انسانان په کرونا ویروس ککړ دي چې له جملې څخه يې تراوسه ۴لکه ۵۲ زره ۲۷۹ کسان وژلي او لاهم د مرګونو دا لړۍ هره شېبه د ډیریدلو په حالت کې ده.

د نړۍ په کچه له امریکا وروسته هند او برازیل هغه هېوادونه دي چې په کرونا د ککړو کسانو شمېر زیات دی او په دې ترتیب سره دویم او دریم ځای لري.

کرونا افغانستان کې

په افغانستان کې هم په ورځني  د دې ناروغي لسګونوه مثبتې پیښي ثبتیږي چې د ټولو مثبتو پیښو شمېر تراوسه پکښي ۵۵زره ۵۹ کسانو ته رسیدلی له دې ناروغۍ څخه په هېواد کې تر اوسه ۲۴۰۴ کسان وژل سوي او ۴۷ زره څخه زیات بیرته ترې رغیدلي دي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.