The news is by your side.

میانمار کې بیړنی حالت او پوځي حکومت

خبریال ویبپاڼه/ د میانمار حکومت پوځ ویلي چې انګ سان سوچي يې نیولې او د دولت واک به د یوه کال لپاره د پوځ لوی درسیتز انګ هلینګ مخ ته وړي تراوسه پوري نور مالومات نه دي ورکول سوي.

پوځ د مشرانو په نیونه کې د هېواد ولسمشر وین مینټ او نور لوړ پړی چارواکي هم نیولي چې له دې وروسته به د پوځ لوی درستیز مخ ته وړي د ولسمشر ترڅنګ انګ سان سوچي هم نیولې چې حکومتي سلاکاره او ویل کیږي چې واک يې د لومړي وزیر په څیر وو، تراوسه پوري د دې  نیونو په هکله ویل سوي چې د ملکي حکومت او پوځ ترمنځ د ناندریو په رامنځ کیدلو سره وروسته رامنځ ته کیږي

کله چې بیړنی حالت رامنځ ته کیږی د پوځ سرتیري پلازمېنه نایپیتاو، او یانګو ښارونو کې ګزمې کوي او په دې ښارونو کې انټرنټ او ټلیفوني شبکې هم  له ستونزو سره مخ دي.

د هېواد پوځ ویلي چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ سوې او دوی يې نه مني ځکه نو يې دا اقدام کړی خو دې هېواد کې د ولسواکۍ ملي ټولنه چې په ان سانګ سوچي پسې اړه لري له خلکو غوښتي چې بیړنی حالت و نه مني او پر قانون باندې و دریږي ترڅو مالومه سي چې تر اوسه څه سوي او باید څه وسي.

کیسه څه ده؟

هر کله د پوځ او ملکي حکومتونو ترمنځ داسې نانندرۍ پورته کیږي د ماینمار هېواد د پوځ او ملکي ادارې ترمنځ لانجې له ټاکنو وروسته رامنځ ته سوې چې پوځ يې نه مني خو واکمن ګوند وايي چې دوی ټاکنې ګټلې دي د تیر نومبر پر ۱۸ نېټه د ولسواکۍ ملي ټولنې د ۸۳ سلنې اوڅار رايي په ګټلو سره بری ترلاسه کړ خو پوځ يې نه مني او د ټاکنو له درغلیو یې سترې محکمې ته هم شکایت کړی، له پوځي حکومت وروسته د دې هېواد اساسي قانون پوځ ته په ولسي جرګه ۲۵ څوکۍ ورکړې.

تراوسه پوري ستونزه حل سوې نه ده او په دې هېواد کې د ملکي دولتي مشرانو ترنیول کیدلو وروسته هیڅ راز غبرګون د خلکو او یاهم بل له لوري نه دی ښودل سوی خودا چې دا حالت به ترڅو دوام وکړي نه ده مالومه

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.