The news is by your side.

که دا ۵ خويونه لرئ، دوست نشئ پيدا کولی

خبريال ویبپاڼه: ټول انسانان خويونه لري، د انسانانو په شخصیت جوړونه کې د هغوی خويونه مرکزي رول لري، ځينې خويونه ښه او ځینې ناوړه وي، خويونه د انسانانو د کړنو او کارونو سرچینې دي، همدا خويونه دي چې يو انسان کار او او يوه عمل ته هڅوي.

په دې ليکنه کې د هغه ناوړه خويونو په هکله معلومات درکوو چې يو انسان د نورو په وړاندې ټيټ او يو ډول احمق معرفي کوي.

۱- هغه انسان چې ډېرې خبرې کوي د خبرو ځای نه پیژني د خبرو اندازه نه وي ورمالومه د نورو خلکو په وړاندې مداري او احمق ښکاري، انسان بايد د اړتیا په حالت کې خبرې وکړي، که ځینې وخت مجلس وي، ګپ شپ وي بيا هم د نورو ملګرو حق ونه خوړل شي او هغوی ته هم وخت ورکړل شي، د خبرو ځای باید وپیژندل شي داسې نه چې يو ځای څوک د سږ کال د درسونو په هکله غږېږي او يو مداري پکې د جنت او دوزخ خبرې پيل کړي، يا يو ځای يو څوک د کروندو او حاصلاتو په هکله خبرې کوي خو يو مداري د سندرو او فلمونو بحث پکې را ګډ کړي.

۲- ځینې کسان داسې فکر کوي چې بس دوی په هرڅه پوهېږي په هرڅه رسېدلي دي، دوی سره چې کله هم يو څوک يوه مسله یوه خبره شريکه کړي نو فورا به ورته نصيحت پيل کړي، خلک ددې لپاره خپل دوست يا ملګړي ته د زړه حال نه وايي چې دی ورته نصيحت پيل کړي، بلکې دوی صرف غواړي يو چاته چې ددوی خبری واوري د دوی درد واوري او ددوی درد سپک شي خبرې کوي او زړه ورته تشوي، دوی ته بايد غوږ ونيول شي نه دا چې سمدلاسه ورته یو کس ځان فرشته او استاد جوړ کړي او نصيحتونه ورته پيل کړي.

۳- پخپل مال او پيسو ځان لوی ښکارول، بعضی خلک دا ناوړه خوی لري چې غواړي خپل شخصیت په پیسو لوړ ښکاره کړي، دوی به چې په مېز کېني مو خپلې د موټر کلۍ به هم کېږدي، که څه هم دا ډول خلک فکر کوي چې پدې سره ډېر ښه ښکاري خو په حقيقت کې د هغه ځینې مطلبي ملګړي صرف د هغه صفت کوي که نه نور ملګري یې ددې کار څخه سخت بد وړي او پدې پوهیږي چې دی بدون له موټر څخه پخپل ځان کې د وياړ کولو څه نلري.

۴- زیات دليل ويل، له بده مرغه چې د هغه کسانو شمېر هم کم نه دی چې هېڅکله قناعت نکوي او تل په هره خبره کې تر پايه پورې خپله ادعا مخته وړي، دوی معقوليت له لاسه ورکوي او څه چې پخپله وايي هغه ترټولو ښه او سمه خبره او کار ورته ښکاري، دا ډول سرتمبه خلک د چا هېڅ نه خوښېږي.

۵- په ټولنه کې ډېر مرسته غوښتونکو کسان هم څه موده وروسته خپل ارزښت له لاسه ورکوي او قدر يې نه پاتې کېږي، یو خپلواک شخص بايد هڅه وکړي چې خپلې ستونزې پخپله حل کړي خپلې اړتياوې پخپله پوره کړي، په داسې وخت کې چې بله هېڅ لاره نه وي پاتې د نورو څخه مرسته غوښتل معقول کار دی.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.