The news is by your side.

د مؤقت حکومت طرحې ته د صالح ویښونکی غبرګون

خبريال وېبپاڼه: په کابل روانې ګنګوسې بلاخره په حقيقت بدلې شوې، د موقت حکومت خبره چې تر ډېره ګرمه وه خو په رسمي ډول چا نه تاييدوله د ولسمشر غني د‌لومړي مرستيال له لوري تاييد شوه.

د ولسمشر غني لومړي مرستيال په لومړي ځل منلې ده چې ددوی سره د موقت حکومت يوه طرحه شريکه شوې ده، ددې طرحې په اړوند نور دقیق مالومات نه دي ورکړل شوي خو ښاغلی صالح ددې طرحې څخه هېڅ خوښ نه برېښي او دا طرحه یې د بربادۍ طرحه بللې ده.

ویل کېږي چې د موقت حکومت طرحه کابل ته خليلزاد راوړې وه او د افغان حکومت چارواکو ته یې سپارلې وه، څو ورځې وړاندې چې دا ډول ګنګوسې پيدا شوې په رسمي ډول افغان حکومت ونه منلې خو اوس د حکومت دوهم کس امرالله صالح دا مني چې دا ډول يوه طرحه دوی ته رسېدلې ده.

د ولسمشر د صلاحیتونو کمېدل

امرالله صالح وايي چې ده ته ورکړل شوې طرحه یې په ډېر دقیق ډول پوره لوستې ده، ښاغلی صالح وايي چې د پوره لوستلو وروسته په دې قناعت رسېدلی چې دا طرحه د افغانستان په خير نه ده او هېواد بربادۍ ته وړي.

امرالله صالح زياتوي چې په دې طرحه کې په ځانګړي ډول د افغانستان د ولسمشر اشرف غني واکونه او اختيارات کم شوي دي، د امرالله صالح له څرکندونو ښکاري چې ولسمشرغني به په موقت حکومت کې شتون ولري، د صالح له خبرې دا برادشت هم کېدی شي کې ولسمشر غنی د مؤقت حکومت مشر وي خو صلاحیتونو به یې کم شوي وي.

که څه هم د صالح له خبرو دا درک کېدی شي چې ولسمشر غني دې د ولسمشر په صفت پاتې شي خو اختیارات به یې کم شوي وي، خو دا چې صالح وايي دا طرحه ځکه بربادۍ ته وړونکې ده چې د ولسمشر غني اختیارات کم شوی نو ښکاري داسې چې په دې طرحه کې د ولسمشر غني اختیارات ډېر زيات کم شوي دي او هغه پکې صرف په سمبوليک او نمونه يې ډول منل شوی دی.

دا طرحه د طالبانو سره هم شریکه شوې!

ويل کېږی چې د همدې طرحې یوه نمونه د طالبانو سره هم شريکه شوې ده، اوس چې د افغان حکومت لوړ پوړي چارواکي دا طرحه رد کړه د طالبانو څخه د یوه دریځ تمه کېږي.

طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ويلي چې ایا دوی ته دا ډول کومه طرحه ورکړل شوې ده که نه، که ورکړل شوي وي نو آیا دوی منلې ده او که نه رد کړې يې ده ‌.

که څه هم طالبانو په رسمي ډول په دې هکله نېغه خبر نده کړې خو ددې ډلې يو غړي عباس ستانکزي تېره ورځ په مسکو کې خبريالانو ته وويل چې د سولې په وړاندې ترټولو لوی خنډ اشرف غني دی او که هغه د خپلې چوکۍ څخه استعفا ورکړي نو دوی تيار دي چې د نوي حکومت سره کار وکړي او سولې ته غاړه کیږدي.

شننوکي وايي که څه هم طالبان په ښکاره وايي چې د موقت حکومت پلوي نه دي خو د پردې تر شاه بيا په جدي ډول په دې هڅه کې‌دي چې لومړی موقت حکومت رامنځته کړي او بلاخره د واقعي قدرت يو خلا رامنځته شي او دوی بيا د زور له لارې قدرت ونیسي.

د چارو شننونکي همداراز وايي چې په مسکو کې د عباس ستانکزي خبرې چې د اشرف غني د استعفا غوښتنه یې کوله پخپله د موقت حکومت تاييد دی، ځکه د ستانکزي خبرې پخپله د طالبانو د مشرتابه له لوري هم رد نه شوې او ښکاري داسې چې د موقت حکومت په هکله طالبان ګډ دريځ لري.

 

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.