The news is by your side.

د موقت حکومت څخه د خلاصون يوازنۍ لاره

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې افغانان د موقت حکومت څخه ډېرې ناوړه خاطرې لري په کابل کې بيا ددې ډول حکومت ګنګوسې اورېدل کېږي.

افغانان د موقت حکومت يوه ترخه تجربه لري او ددې ډول ترخې تجربې د بيا ليدلو زغم او نیت لري، د مؤقت حکومت تر مخکې چې کومې وعدې ورکول کېږي هغه بیا وروسته له هغه نه وي چې د قدرت خلا رامنځته شي.

موجود حکومت سمول!

په ټوله کې د موقت حکومت د غوښتې سببونه زیات دي خو په ځانګړي ډول پردی او خپل ټول په موجود حکومت تور لګوي چې فساد کې ښکېل دی او ددې ډول حکومت سره ډول ګډ کار يا ددوی په مشرۍ یو مهم کار ترسره کول خوندي نه بولي.

ددې یو سبب پخپله د حکومت د مشرانو او نورو چارواکو بې غوري ده، اوس هم وخت شته چې د حکومت لوړ پوړي چارواکي په حکومت کې بنسټیز اصلاحات راولي او په تدريجي ډول بېرته هم د خلکو رضایت ترلاسه کړي او هم د موقت حکومت د غوښتونکو خوله وربنده کړي.

اصلاحات مو ژغورلی شي!

دا يو تريخ حقيقت دی چې په افغانستان کې تراوسه پورې ولسواکي نوې ده او په پوره ډول عملي کول به يې نور وخت هم ونيسي، دا به ومنو چې ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله دې حکومت په خپلو کې سره ووېشي دواړه کسان د ځان سره د يوې پام وړ کتلې رضايت لري.

خو دوی کولی شي د وېش په صورت کې هم د خپل اړخه داسې کسان وګوماري چې هغوي په کار پوه خلک وي، پخپل بخش کې یې پوره لوړې زده کړې کړې وي، تجربه ولري او دې خاورې ته صادق وي د فساد ښکار نشي.

دواړه لوري کولی شي مهمو چارواکو ښه معاشونه ورکړي ددې لپاره چې هغوی په فساد کې ککړ نشي کولی شي هرڅه مې لازم وي ترسره کړي، خو هو دا کسان بايد په کار پوه کسان وي او ددې هېواد سره ژورې اړيکې ولري، ښه او بد یې په دې هېواد کې وی او ددې هېواد لپاره واقعاً د زړه کار وکړي.

د امنيت شورا ته ځانګړې پاملرنه!

د حکومت رهبرۍ ته پکار دي چې په حکومت کې ځینې برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، د مثال په ډول د امنيت شورا ته ډېر جدي پروګرام ولري او ډېر اهل کس یې مسرۍ ته وګوماري.

د امنيت شورا ته بايد یو وړ کس ورمعرفي شي، داسې کس چې په دې برخه کې کار وکړی شي ښه تجربه ولري او مسلک يې همدې برخو ته نېږدې وي، د نړيوالو ښې اړيکې وساتلی شي د افغانستان ګٹې تضمين کړی شي او ددې هېواد سره ژورې اړیکې ولري، کور او فامیل یې همدلته وي او خپله او د خپلې کورنۍ اينده په همدې افغانستان کې وګوري.

ددې ترڅنګ په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان استازيتوب داسې کسانو ته ورکړل شي د افغانستان د ګټو لپاره کار وکړي او ددې هېواد ګټې ورته د بل هرڅه څخه زيات ارزښت ولري، د نړۍ سره د افغانستان اړيکې غښتلې کړي او په نوره نړۍ کې د افغانستان انځور ته مثبت کار وکړي.

خلک به پردي پال ورټي

که چېرته ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د فساد په وړاندې غښتلې مبارزه وکړي، لازم اصلاحات راولي، خلکو ته غوره خدمات وړاندې کړي، د خلکو خدمت ته اهل کسان وګوماري نو همدا خلک ددې حکومت ملاتړ وکړي او هغوی چې پردۍ طرحې راوړي د موقت حکومت غوښتنه کوي منفور به شي، هغوی ته به هم بله بهانه پاتې نشي د خلکو دښمني به ونه مني او مجبور به شي د حکومت سره یو معقول جوړجاړی وکړي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.