The news is by your side.

د کابل کندهار د لارې ساتونکي‌ که د پولیسو لباس کې غله؟

خبريال وېبپاڼه: په لويو لارو د نا امنۍ ترڅنګ د پوليسو او امنيتي ځواکونو په ليکو کې د ځینو مفسدو کسانو څخه ولس په ځانګړي ډول موټروانان پوزو ته راغلي دي او په ناقانونه ډول د پيسو له ورکړې څخه نور له خپل او روزۍ ګټلو بې زاره شوي دي.

د زابل ولايت په لويه لاره چې د کابل کندهار د لویې لارې یوه برخه ده موټروانان او مسافر له بل هروخت څخه زيات ځورول کېږي، د سيمې څخه راپورونه وايي چې د شهرصفا ولسوالۍ او مرکز قلات په لويه لاره پوليس د موټر چلوونکو او مسافرو څخه بې ځایه او په غیرې قانوني ډول پيسې اخلي.

د شهرصفا د ولسوال هم زور پرې نه رسي!

د سیمې څخه خبريال ته رسېدلي اسناد ښيي چې د شهرصفا ولسوالۍ ولسوال په لاره د پوليسو د ناوړه چلند او پيسو اخيستلو څخه ددې ولايت مقام ته مکتبونه استولي او شکايت يې ورڅخه کړی دی خو ددې سره سره بيا هم د ولایت مقام په دې هکله هېڅ ډول پرېکړه نه دې کړې.

ولسوال ته ګواښ!

وروسته له هغه چې د شهرصفا ولسوالۍ او مرکز قلات ترمنځ د پوليسو له لوري د مسافرو او موټروانانو څخه د پيسو اخيستلو د هغوي د وهلو ټکولو په سبب ددې ولسوالۍ ولسوال مرکز ته شکايتونه وکړل نو څو ځله یې په دې سيمه کې د مرګ او وژنې پلان نيول شوی دی او هڅه شوې چې ووژل شي.

د شهرصقا ولسوالۍ قوماندان د ولايت د امنيې قوماندان حکمت الله کوچی له لوري د ولسوالۍ څخه شړل شوی دی، د شهرصفا ولسوالۍ قوماندان وروسته له هغه د ولايت د امنيې د قوماندان له لوري د ولسوالۍ څخه وشړل شو چې د فساد څخه د شکایت مکتبونه یې مرکز ته استولي و.

موټروانان څه وايي؟

د شهرصفا او قلات په لاره باندې موټر چلونکي موټروانان هم له دې ناوړه حالت څخه سر ټکوي، په دې لويه لاره يوه موټر چلوونکي په يوه ويډيويي پيغام کې وويل چې پوليس ورڅخه په دې لاره کې ۹ ځايه پيسې اخلي، که دوی د پيسو ورکولو انکار وکړي نو يا یې وهي او يا یې هم د موټر شيشې ورته ماتوي، دی زياتوي چې ځینې وخت ان پولیس ډزې ورباندې کوي او په هر شکل چې شی له دوی څخه هره پوسته پيسې اخلي.

موټروانان وايی چې کابل ته تر تګ پورې ورڅخه لسګونه پوستې پيسې اخلي او ددوی له لوري څخه تر شلو زرو زياتې افغانۍ پوليسو ته ورکول کېږي، د موټروانانو په وينا چې د پيسو نه ورکولو په صورت کی یې پوليس د ټولو ملګرو په وړاندې وهي ټکوي او سپکوي یې.

د کورنیو چارو د وزرات غبرګون!

د کورنیو چارو د وزرات وياند طارق آرين په دې هکله وايي چې دوي ته دا ډول خبرونه او شکايتونه رسېدلي دي او ډېر په دې هکله څېړنې کوي، ارین وايی چې د څېړنو په پايله کې به پايله د رسنيو له لارې د خلکو سره شريکه کړي.

د ارين په خبره چې تر دې وړاندې په ځینو نورو ولایتونو کې هم دا ډول پېښې شوې دي چې دوی په هغه ځايونو کې عمليات ترسره کړي، سيمه يې خوندي کړې ده او هغه کسان او چارواکي چې په فساد کې ښکېل و له دندې لرې شوې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.