The news is by your side.

هغه ۴ خبرې چې ښځينه بايد ورته ډېر پام وکړي

خبريال وېبپاڼه: زمونږ ټولنه کې شته ډېرې ښځې چې د خپل ځان په ارزښت نه پوهېږي.مانا دا چې، د خپل ژوند او وخت ارزښت په ډېرو کوچینو خبرو پسې ګرځېدا کې خاورې کوي، چې په پایله کې له دوی څخه د ژوند موخه او هدف ورک شي.
مونږ په دې لیکنه کې ځينو هغو ټکو ته اشاره کړې، چې باید هره ښځه یې په پام کې ونیسي، او دا هغه لارښوونې دي، چې مونږ سره زمونږ د هوسا ژوند کولو کې مرسته کوي، او له بلې خوا د خاوند سره زمونږ په اړیکه کې ډېر بدلون راځي.لکه:
۱ـ که څوک تاسو سره ستونزه لري نو دا د هغه ستونزه ده، ستاسو نه. هېڅ کله دې ته اړتیا نشته، چې مونږ د نورو په خوښه او د نورو لپاره پر ځان فشار راوړئ.د نورو په خوښې پسې مه ګرځئ، او نه هم د ده تمه ولرئ، چې نور له تاسو څخه قانع اوسئ.
په ژوند کې دا ممکن نه ده، چې خلک دې له مونږ څخه قانع اوسي، هغوی چې له مونږ سره مینه لري په هر حال کې مونږ درک کوې.
د نورو لپاره پر ځان فشار راوړل په اصل کې له ځان سره ظلم کول دي.
۲ـ د ځان په قدر پوه شئ، او له کورنۍ جګړو څخه لاس واخلئ، په دې کار سره به مو ذهني ارامښت موندلی وي.
زمونږ د ټولنې ډېری ښځې سر په دې کې سپینوي، چې د نورو ښځو له خولې خبرې راوباسي، ورځې ، شپې او حتی میاشتې به دې خبره کې تېروي، چې د نورو ښځو ځواب څنګه ورکړي، خو له دې کاره څه لاسته راځي؟ بې له شکه چې هېڅ هم لاسته نه راځي، خو مونږ به د ژوند ډېرې قیمتي شېبې په دا ډول بې ځایه خبرو پسې ګرځېدا کې خاورې کړې وي.
۳ـ پر خپلې وړتیا ځان پوه کړئ،کوښښ وکړئ، په خپل ژوند کې د ځان اتله اوسئ، تر په هغه پسې شئ، چې ستاسو زړه یې غواړي، او پر دې ډاډه یاستئ، چې پر دې کار کې تاسې پوره مهارت لرئ، نو هرومرو ورپسې وګرځئ.
د بیلګې په ډول: د کالیو ګنډل،د ستنې کار، د مریو کار،په لوره کچه زده کړه،د نورو ژبو زده کړه او داسې نور….
کله چې تاسې پر دې پوه وئ، چې ستاسو زړه یو څه ته ښه راغلاست وایي، نو پرې وروډانګئ. لکه څنګه چې وایي: چېرته چې زړه ځي هلته پښې هم ځي.
نو دا به مو د خپل ژوند له لویو کارونو څخه وي، چې تاسې د خپل ځان په وړتیاوو باور وکړئ، او له ځانه شخصیت جوړ کړئ.
په دې کار سره به مو د نورو ښځو پام هم دې ته کړی وي، چې خپل ځان او خپلو وړتیاوو ته لاس متوجې شي.
۴ـ اړینه نه ده، چې د ماډلانو په څېر کالي واعوندئ،او تل په نوي مود کالیو پسې وګرځئ.دا چې ځان ته مو ارزښت ورکړئ، د خپلې خوښې رنګ کالي واغوندئ، خپل نظافت او پاکي ته مو وخت ولرئ، دا تر هر څه غوره دي.د ده لپاره چې تل ښه احساس ولرئ، کوښښ وکړئ په کاري او بوختیا څخه ډکې ورځې کې هم د خپلې خوښې کالي واغوندئ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance