The news is by your side.

د ورځې يو موټی بادام وخورئ او ۷ حيرانونکې ګټې یې وګورئ

خبريال وېبپاڼه: بادام د ونې مېوه ده او په ونو کې رسېږي، تر ډېره په هغه سيمو کې ښه وده کوي چې هوا یې ګرمه او وچه وي، په منځني ختیځ کې یې تولید زیات دی.

بادام حيرانونکې ګټې لري، په ډېر کم مقدار خوړل یې د بدن لپاره داسې ګټې لري چې په ډېرو درملو او پيسو نشي ترلاسه کېدای.

د بادامو حيرانونکې ګټې

بادام په وينه کې ناوړه کولېسټرول را کموي، په بادام کې موجود پولينفېنول انتي اوکسيدان د کولېسټرولو د اوکسيداسيون مخه نيسي، د ناوړه کولېسټرولو ترټولو ستر زيان دا دی چې د انسان رګونه بندوي او د زړه ناروغي رامنځته کوي.

بادام په زياته کچه ويټامين اي لري، په دې ډول کولي شي هغه رګونه چې التهاب لري او يا بند شوي دي په چټکۍ سره خلاصوي، له همدې کبله ويلی شو چې بادام د زړه د حملې خطر ډېر زيات راکموي، ډېری کسان چې د زړه او رګونو ناروغي لري د متخصصينو څخه دا سپارښتنه اوري چې باید په منظم ډول بادام وخوري.

بادام په وړل هم د شکر د مخنیوی کوي او هم د شکر د ناروغانو د ناروغۍ د پرمختګ مخه نیسي، د دوهم ډول شکر په ډېری ناروغانو کې اصلي ستونزه د مګنیزیم کم والی وي، د مګنیزیم د زياتوالي سره د شکر‌ کنټرول کول اسانه کېږي، يوازې بادام خوړل‌‌ د انسان د بدن د مګنیزیمو د ورځنۍ اړتیا ۲۰ سلنه پوره کوي.

بادام پخپل ځان کې فايبر هم لري، دا فايبر د معدې دفاع کوونکی پوښ غښتلی کوي او ددې ترڅنګ د قبضیت مخنيوی کوي او د کولمو د ښه کار کولو سبب کېږي.

په بادامو کې په پرېمانه کچه فاسفور او کلسيم شتون لري کوم چې د غاښونو په قوي کولو د هډوکو په قوي کولو او د هډوکو د ضعيف کېدو مخنیوی کوي، هغه کسان چې د هډوکو د ضعف څخه کړیږي کولی شي په ډېر راحت ډول پرېمانه بادام وخوري.

په بادامو کې ویټامين بي دوه هم شتون لري، دا ويټامين که څه هم نورې ګڼې فايدې لري خو عصبي سيستم او ريښو ته یې ګټې ډېرې زیاتې دي، هغه کسان چې په منظم ډول بادام خوري د عصبي ستونزو او الزایمر ګواښ ورته ۱۷ سلنه کمیږي.

که غواړی وزن ورکړئ وزن مو زيات وي نو بيا هم بادام ستاسې لپاره بهترين انتخاب دی، بادام یو کس د ډېره وخت لپاره موړ ساتي، ددې مخه نيسي چې يو کس ژر ژر وږی شي له همدې کبله هغه کسان چې غواړي وزن له لاسه ورکړي او اشتها یې لږ وځنډېږي کولي سي ورځې يو ورغوی يا يو سپک موټی بادام وخوري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.