The news is by your side.

د لښکرګاه نیولو پلان شنډ سوی

خبریال ویبپاڼه/ د تیرو دوه اونیو را په دې خوا د هلمند د مرکز لښکرګاه په ګډون د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د وسلوالو طالبانو او افغا امنیتي ځواکونو ترمنځ سختې جګړې سوې چې پرمهال يې مرګ هم لرلې

د هلمند والي جنرال محمد یاسین ویلي چې د طالبانو هغه پلان يې شنډ کړی چې غوښتل یې د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ونیسي

ښاغلي یاسن وویل چې افغان ځواکونه اوس د هغه سیمو کې د پاکولو په عملیاتو بوخت چې وسلوالو طالبانو نیولې وې هغه وویل چې نادعلي، ناوې، چاه نجیر او باباجي سیمو کې اوس د دوی د ځواکونو عملیات روان دي خو  طالبانو ډیر ماینونه ایښي چې د دوی د ژر پرمختګ مخنیوی يې کړی، او دا عملیات به لږ وخت ونیسي

د هلمند دریمه حوزه لاهم د طالبانو په لاس کې ده د هلمند له جګړې وروسته وسلوالو طالبانو په بدخشان، تخار او نیمروز ولایتونو کې پر افغان ځواکونو باندې خونړۍ بریدونه وکړل

له دې بریدونو وروسته د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په یو پيغام کې  طالبانو ته ویلي وو چې له بهرنیو ترهګرو ډلو سره دي اړیکي  پریکړي او تاوتریخوالی دي کم کړي

هغه وویل چې اوسنی تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی، سټولټنبرګ وویل چې ناټو په دې شرایطو کې له افغانستانه نه وزي

د هلمند په روانه جګړه کې ملکي  کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې د تازه مالوماتو له مخې دې جګړه کې ۴۰زره ملکیان بې ځایه سوي

د بښنې نړیوال سازمان په جګړه کې د ښکېلو ملکي کسانو د حالت په هکله اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالو يې غوښتي چې د افغانستان اوسني شرایطو ته دي پاملرنه وکړي او د ملکي کسانو حالت دي درک کړي

دې سازمان تر دې وړاندې هم د جګړو له ښکېلو غاړو غوښتي چې په جګړه کې دي د ملکي کسانو ژوند ته پوره پاملرنه وکړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.