The news is by your side.

تیره میاشت ۵۵۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبریال ویبپاڼه/ د یوه راپور له مخې تیره میاشت ۱۸۰ملکي وګړي وژل سوي او ۳۷۰ ژوبل سوي دي د بښنې نړیوال سازمان پر نړیوالو ږغ کړی چې د افغانستان اوسني حالت ته دي پام وکړي

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د افغان دولت پر ضد د جګړې او تاوتریخوالي زیاتیدل یو لړ اندېښنې څرګندې کړې د بښنې نړیوال سازمان د ملکیانو په هکله خواشیني څرګنده کړې

پر همدې مهال د ناټو سرمنشي هم له طالبانو د تاوتریخوالي کمیدولو غوښتنه کړې وه د هلمند جګړه کې تر لس زره زیاتو کورنیو خپل کورونه پریښي او هیڅ یو ډول مرسته د دوی  د زیاتوالي له امله ورته بسنه نکوي

هتله میشت خلک کوم ډول ستونزې لري

د ناوې، نهر سراج ناد علي هغه ولسوالۍ دي چې خلک د جګړې له امله د خپلو  کورنو پرېښودو ته اړې سوې له دې ولایته راپورنه وايي چې لاهم د نا امنۍ احتمال زیات دی او ټول خلک په ویره کې دی

له یادو ولسوالیو څه د پاسه ۵۰۰۰ کورنۍ په حالت کې ژوند کوي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي هغوی له دولته غوښتې چې ورسره بیړنۍ مرستې وکړي دا خلک تر ډیره د خوراکي توکو او ځای نشت والي څخه سرټکوي

د تیرو دوه اونیو راهیسي په هلمند کې د دوامداره نښتو له کبله په سیمه کې د کډوالۍ چاره پیل سوې او خلک له جګړې څخه امن سیمو ته په تیښته کې دي

پر همدې مهال د بښنې نړیوال سازمان د جګړې بې  ځایه سویو او جګړه کې د ښکیلو ملکي کسانو په اړه اندېښنه څرکنده کړې د ې سازمان ویلي چې  په افغانستان کې روانه خونړۍ جګړه هره ورځ د ملکي انسانانو ژوند اخلي

دې سازمان ویلي د سولې خبرو سره پر وخت یو وخت جګړه د جدي اندېښنې وړ ده او دا جګړه تر بل هر وخت خونړۍ سوې ده

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.