The news is by your side.

زابل کې ۱۹ وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان په نورو ولایتونو کې د نا امنیو د لړۍ په پیلدو سره زابل کې هم طالبانو پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې د افغان ځواکونو له ځوابیه برید سره مخ سوي

په سهیل کې د ملي اردو ۲۰۵ اتل قول اردو په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې وسلوالو طالبانو د دې ولایت په شنکۍ ولسوالۍ کې پر امنیتي سرتیرو بریدونه کړي چې امنیتي ځواکونو له ځان د دفاع په موخه ځواب ورکړی او ورته يې درنه مرګ ژوبله اړولې خبر پاڼه وايي چې په ځوابیه بریدونو کې ۱۲ ترهګر وژل سوي او ۷ نور ژوبل دي د خبر پاڼې د خبر له مخې په ارزګان کې هم دوه وسلوال وژل سوي او یو بل ټپي دی

خبرپاڼه واييترهګرو د  زابل  شینکی ولسوالۍ د سیوري, بوره کۍ او باهو قلعه اړوندو سیمو کې  پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل. امنیتي او دفاعي ځواکونو په دفاعي حالت کې د وسله‌والو طالبانو دغه بریدونه له ماتې سره مخ کړل.

او د دې  نښتې په پایله کې ۱۲تنه ترهګر ووژل سول او۷ تنه ټپیان سوی دي.

همدارنگه وسلوالو طالبانو د ارزگان ولایت د ترینکوت په شاه منصور په اړوندو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل.د دغې نښتې په پایله کې دوه تنه ترهګر ووژل سول، یو تنه ټپی شوی دی

د طالبانو له لوري په ټولو ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه ترسره کړي چې پرمهال يې غبرګونونه هم له ځان سره لرل د تاوتریخوالي په دې اوج کې تازه د د ناټو سرمنشي له طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي او له بهرنیو ترهګرو ډلو سره دي اړیکي پريکړي خو داسې مالومیږي چې د طالبانو سره په ډیری جګړو کې اوس هم د القاعده په ګډون یو شمېر ترهګرې ډلې مرستې کوی ځکه په وروستیوکې طالبان د امنیتي پوستو او لوی بیسونو سره په جګړو کې له بیلابیلو او نیو تاکتیکونو څخه کار اخلي

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.