د ارمنستان او اذربایجان جګړه کې د امریکا غوښتنه
خبریال ویبپاڼه/ د تیري څه باندې یوې میاشتي راهیسي د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ جګړه روانه ده چې پکښي هیڅ یو هېواد دریمګړی سوی نه دی د جګړې د پای ته رسیدلو لپاره هیڅ هم نه دي سوي تیره اونۍ د دې دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران مسکو ته تللي وو
اوس تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له دواړو هېوادونو غوښتي چې په خپل منځ کې روانه جګړه و دردوي هغه د دواړو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو وغوښتل چې جګړه و دروي هغه وویل په دې سیمه کې باید ملکي وګړي وژغول سي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګن اورتوګوس ویلي امریکا پر دې ټینګار کوي چې د جګړې پای ته رسیدلو سره دي دواړه لوري مذاکرات پیل کړي
نژدې دواړه هېوادونه دې ته لیواله دي چې له یو بل سره جګړه وسي ځکه د ارمنستان لومړي وزیر ویلي وو چې دا موضوع هیڅ سیاسي حل لاره نلري او باید د جګړې له لاري ورته حل لاره وموندل سي د اذربایجان ولسمشر بیا وویل چې باید له نګورو قرباغ څخه ارمنستاني ځواکونو ووزي نو وروسته به جګړه پاي ته ورسیږی
راپورونه وایي چې د نګورونو قرباغ سیمه کې اوس هم د داړو هېوادونو د پوځيانو ترمنځ جګړه ده او تمه نسته چې دا جګړه دي ژر ختمه سي پوره یوه میاشت کیږي چې داتوده جګړه روانه ده او امریکا بهرنیو چارو وزارت اوس غبرګون ښودلی د ارمنستان او اذربایجان هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د یوه سفر په ترڅ کې مسکو ته تللی خو داسې فکر کیږي چې دې سفر يې هم د دې معضلې په هکله هیڅ نتیجه نه ده ورکړې ایا دواړه هېوادونه به د امریکا دا غوښتنه ومني؟ که چیري دا امریکا غوښتنه ونه مني نو امریکا به څه وکړي دا هغه پوښتنې دي چې راتلوونکي کې به ځواب سي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.