The news is by your side.

سټولټنبرګ: فغانستان کې امنیتي وضعیت خراب دی

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سختو جګړو یو شمېر غبرګونونه پارولې په دې هکله اروپايي اتحاديې سکاټ میلر، افغان ولسمشر او یو شمېر نورو بنسټونو وروستی تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی بللی

اوس تازه د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم د وروستیو بریدونو او تاتریخوالو په هکله غبرګون ښودلی او طالبانو ته يې یو ځآنګړی پیغام پریښی

سټولټنبرګ په خپل پيغام کې طالبانو ته په واضح شکل ویلي چې تاوتریخوالی کم او بهرنیو ترهګرو کړیو سره دي اړیکي پرې کړي

داسې ادعاوي وسوې چې وسلوال طالبان د وروستیو جګړو په لړ کې له بهرنیو جنګالیو سره یو ځای له افغان ځواکونو سره جګړه کوي او بل ځای طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړه کې ویلي چې پر لویو ښارونو  به بریدونه نکوي خو دا مهال د طالبانو له لوري پر یو شمېر لویو ښارونو هم بریدونه ترسره سوي دي، چې دا ټول موارد د قطر دفتر د ژمنو څخه په سرغړونه کې راځي او همدې کارونو طالبان تر نیوکو لاندې راوستلي دي

سټولټنبرګ د ناټو دفاع وزیرانو د غونډې په پای کې وویل د اوربند زمینه دي د نه منوونکي  تاوتریخوالي په ټیټيدو سره رامنځ ته او دا کار باید طالبان وکړي

هغه وویل طالبان د القاعده په ګډون باید بهرنی ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکي پرې کړي ځکه له دې نه وروسته باید زموږ د هېوادونو پر ضد بیا باید ونه کارول سي ده یوځل بیا ټینګار وکړ چې د ناټو ځواکونو وتل په شرایطو پوري اړه لري

د طالبانو له لوري نیمروز، تخار، هلمند او بدخشان ولایتونو کې خونړۍ بریدونه او جګړې وګړې چې پرمهال يې یو شمېر غبرګونونه را وپارول او په طالبانو شک وسو چې اوس هم له بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکي لري چې ښه مثال يې د هلمند له جګړې څخه لسګونه جنازې پاکستان ته انتقالیدل وو

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.