The news is by your side.

د پاکستان وېزې او نوی طرزالعمل / سلیم صافی

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان او پاکستان حکومتونو تر منځ اړیکې ‌‌‌‌‌‌ډېر کله ښې نه دي پاتې شوي، خو د پاکستان او افغان ولسونو ترمنځ رغېدن نشته او په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول افغانان اړ دي چې د روغ رنځور، غم، ښادۍ، کاروبار او تعلیم لپاره پاکستان ته ولاړ شي.

‎خو له بده مرغه دواړو هېوادونو د ویزو په برخه کې له داسې پالیسۍ کار اخیسته چې له امله یې په دې څو کلونو کې افغانان له ‌‌‌‌‌‌ډېر کړاو سره مخ شول، سینګل اینټري ویزه هم د افغان حکومت له لوري او هم د پاکستان له لوري خلکو ته ورکول کېده چې له امله یې فساد او ب‌‌‌‌‌‌ډې اخیستنې ته پراخه زمینه برابره شوې وه.

‎او له همغه وخته یې افغانانو ته ‌‌‌‌‌‌ډېرې ستونزې جوړې کړې وې محصلین او زده کوونکي بیا ‌‌‌‌‌‌ډېر وځورېدل په تېرو کلونو مې په پاکستان کې بیا داسې خلک و چې غوښتل یې د افغانانو دا تکلیف ختم کړي.

‎موږ هم دلته مېشتو چارواکو نه ددغه ستونزو د اساسي حل په موخه ‌‌‌‌‌‌غوښتنې وکړې خو دوی نه د افغانستان په حالت پوهېږي او نه د افغانانو په مجبور ، او کله چې د دواړو حکومتونو تر منځ کوم تاوتریخوالی راشي، او یا ځینې خلک خپلې خولې د یو بل د هېوادونو پر خلاف خلاصې کړي. نو هم سزا یې په تورخم کې د مریضانو، محصلینو، نارینوو، ښځینوو او سپین ږیرو ته ورکول کېږي.

‎همدا راز په کابل کې د پاکستان سفارت دننه او بهر د ب‌‌‌‌‌‌‌ډو سلسله هم شروع شوې وو، له هغه وخته چې صادق خان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکل شو نو د سولې د خبرو ترڅنګه یې دې مسئلې ته هم پام وکړ.

‎او په دې وتوانېد چې پاکستاني مامورین قانع کړي چې افغانانو ته د ستونزو پر ځای سهولتونه رامنځته کړي.

‎دوه ورځې وړاندې د پاکستان ویزو ته د ۵۰۰۰۰ زرو څخه د زیاتو افغانانو راټولېدو څخه دا اندازه لګي چې افغانان د پاکستان راتګ ته څومره اړتیا لري.

‎او نوې کومه پالیسي چې د پاکستان د حکومت لخوا جوړه شوې زه غواړم چې ټول افغانان له دې خبر کړم چې راتلونکي کې په اسانه او خپل وخت ویزه ترلاسه کړي.

‎او کوم رش چې جوړ شوی و خلکو داسې فکر کړی و چې دا پالیسي به د څو ورځو لپاره وي موږ دوی باندې غږ کوو چې نه په کابل او نه هم جلال اباد کې رش جوړوئ.

‎لومړی پرېږدئ چې محصلین او ناروغان ویزه ترلاسه کړي
‎انشاءالله نور چې کوم سیلانیان دي هغوی ته لا وخت شته
‎او هر کله چې دا رش ختم نو دې پالیسۍ کې به ستونزه نه وي
‎او نوی سفیر هم زړه سواندی کس دی او د پخواني سفیر په څېر نه دی او زموږ باور دی تر څو چې دی او صادق خان صیب وي نو ستونزې به نه رامنځته کېږي نوې پالیسي چېوړاندې شوه او عمل پرې وشو.

‎نو زمو ترې خبروم

‎چې څوک د کومې برخې پورې اړوند دي د هغې مطابق خپله ویزې واخلي.

‎لومړی هغه افغانان چې په بهر کې دي پخوا داسې و چې هغوی بهر ویزه نه شوه اخیستی هغوی اړ و د پاکستان ویزه کابل کې واخلي اوس هغوی لپاره داسې قانون جوړ شوی چې هغوی ملتیپل ویزه د ۴۵ ورځو لپاره هملته د پاکستان سفارت نه تر لاسه کولی شي او د ۳۰ لپاره پرې پاکستان کې پاتې کېدلی شي او د تمدید لپاره یې باید د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته مراجعه وکړي.

‎مخکې به چې افغانان په هره ویزه راتلل نو اړ و سپېشل برانچ پولیسو ته خپل راپور ورکړي مګر اوس اړ نه دي
‎بل هغوی چې پاکستان کې مهاجر دي هغوی کولی شي مهاجر کارت باندې د تجارت یا تحصیل ویزه واخلي.

‎د ناروغانو لپاره هم ځانګړی سهولت رامنځته شوی یعنې څوک چې جدی ناروغ وي نو دوی کولی شي تورخم کې د درې میاشتو ویزه واخلي سره د پایواز، د اړتیا په وخت کې کولی شي همدا ویزه شپږو میاشتو ته تمدید کړي او که د سفارت یا قونسلګرۍ کې نه یو کلنه ویزه اخلي نو شپېته ورځې پرې پاکستان کې پاتې کېدای شي او تمدید کولی هم شي.

‎بله ویزه فامیلي ویزه ده هغوی لپاره چې یا یې خاوند پاکستانی وي یا مېرمن پنځه کالو لپاره اخیستی شي او یو کال پرې پاتې کېدای شي.

‎بله ویزه تجارتي ویزه ده هغوی لپاره چې پاکستان کې پنځه کروړه پانګونه کړې وي نو هغوی ته هم پنځه کلونو لپاره ویزه ورکول کېږي او د چا چې تر دوو کرړو پانګونه وي هغوی ته درې کلنه ویزه ورکول کېږي پدې شرط چې پاکستان کې کمپني راجستر وي او کولی شي بانکي اکونټ هم ولري.

‎بله ویزه د کارګرو یا کاروباریانو ده چې یو کال لپاره یې اخیستی شي .او دیپلوملتیکو پاسپورټونو والا هم یو کلنه ویزه ترلاسه کوی شي.

‎د محصلینو لپاره نوې پالیسي دا ده چې د پنځه کلونو لپاره ملتیپل ویزه اخیستی او تمدیدولی هم شي.

‎ژورنالستانو باندې د نړیوالو قوانینو مطابق عملي کېږي دا ویزې یوازې د تورخم لپاره دي.

‎له ټولو مو هیله ده چې د ویزو اخیستو لومړیتوب ناروغانو محصلینو او عاجلو خلکو ته ورکړي
‎بل خبر دا چې اوس وخت کې دا پالیسي صرف تورخم لپاره ده او د چمن او انګور ا‌‌‌‌‌‌ډې په لارو خلک پرته له ویزې هم راتلای شي.

لیکوال او ژورنالېست سلیم صافی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.