The news is by your side.

ټولګټو وزارت ته د کار او باور وزیر راغلی

خبریال وېب پاڼه/ انجنیر نجیب الله یمین چې د ټولګټو وزارت سرپرست دی،تازه پارلمان ته د باور رایې اخیستنې لپاره معرفي شوی، نوموړی په ١٣٣٥ ه ش کال کې په لوګر ولایت کې زېږېدلی.

نجیب الله یمین لومړنۍ زده کړې د غازي امین په عالي لېسه کې او عالم محمد نیازي کې بشپړې کړي او وروسته د کابل پوهنتون انجنیرۍ پوهنځي ته بریالی شوی وو چې په ١٣٧٩ه ش کال یې د سېول انجنیرۍ په برخه کې خپل لېسانس له کابل پوهنتون تر لاسه کړ.

ښاغلي یمین د ماسټرۍ زده کړې سند په ١٣٨٧ کال کې د تایلنډ هېواد د مهیدول پوهنتون نه د د بشري منابعو د مدیریت برخه کې او همدا راز د ماسټرۍ بل سند امریکا متحده ایالاتو مشیګان ایالت کې د طبیعي منابعو په برخه کې د نړیوال انکشاف په چوکاټ کې تر لاسه کړ.

انجنیر نجیب الله یمین د فواید عامې وزارت ته له نوماندۍ وړاندې ٢٠ کاله کاري تجربه په مسلکي او تخصصي توګه په ملي او نړیوالو ادارو باندنیو او بهرنیو ادارو، د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت، د اوبو او انرژۍ وزارت، د چاپیریال ساتنې ملي اداره، ولسمشرۍ ماڼۍ، د اسیا پراختیایي او نړیوال بانک، ملګرو ملتونو او د المان د همکاریو پراختیایي سازمان کې دندې ترسره کړي.

ښاغلی یمین په ٢٠ کاله مأموریت کې په زیاتو تقدیرو نامو او ستاینلیکونو، په اوله، دویمه او درېیمه درجه جایزې ترلاسه کړي.

ښاغلی یمین پارلمان ته له ور پېژندل شویو وزیرانو له منځه یو داسې شخصیت دی، چې حساب پرې کېدی شي او که له پارلمان بریالی ووځي، د ډېرو خدمتونو مصدر به وګرځي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.