The news is by your side.

داسې کلی او کوڅه چې نجونې پکې د خاوند پيدا کولو انتظار کوي

خبريال وېبپاڼه/ واده کول په ځينې ځايونو کې دومره اسانه دي چې هېڅ زحمت نه غواړي، د چا خبره دلته خلک د واده په هکله دا وايي چې پېريانو ته غزنی څه شی دی، خو ټول خلک دومره قسمت نلري چې په داسې هېواد او سیمه کې ژوند ولري، ځکه ځينې خلک بيا د ودونو لپاره کلونه کلونه مسافرۍ کوي، ترڅو د خپل واده لپاره مالي اړتياوې پورې کړی، مالي اړتياوې يو خوا د بل لوري بيا د نجلۍ پيدا کول دي، چې دا هم لوی سر درد دی، لنډه يې دا چې په ځينو هېوادونو کې يو تر بل پیدا کول سخت دي.

خير په دې راپور کې موږ درته د سختيو څخه نه د اسانۍ څخه بحث کوو او معلومات درکوو، د ترکیې هېواد چې ډېری افغانان یې له نېږدې پېژني داسې يوه سيمه لري چې د واده پيدا کول پکې ريښتيا هم اسان دي، د هغه چا خبره چې دروازې ته درځي، ددې هېواد په چناقلعه ښار کې داسې يوه سيمه شتون لري چې خلک يې يو ډېر متفاوت کلتور او عادتونه لري، ددې سيمې خلک نه یوازې چې د بهرنیو هېوادونو د خلکو سره توپير لري بلکې د ترکیې د ننه د نورو سيمو او ولايتونو له خلکو سره هم ډېر زيات توپير لري.

د چناقلعې د بايراميچ ولسوالۍ هغه سيمه ده چېرته چې پکې واده کول او د واده لپاره جوړه موندل ډېر ساده کار دی، خو یوه خبره پکې شته، چې د واده دا آساني هره ورځ هم نه وي، بلکې دوی يوه ځانګړې ورځ لري چې په همغه ورځ ټول کولی شي ځانته د خپلې خوښې یوه مېرمن او يا هم يو خاوند پیدا کړي، ددې سیمې په هکله درته په زړه پورې معلومات لرو.

د بايراميچ ولسوالۍ د موراتلر په کلي کې دا جالب عادت له ډېرو کلونو څخه تراوسه شتون لري، په دې کلي کې د مينانو يوه لويه کوڅه شتون لري، دا کوڅه ۱,۵ کيلومتر اوږدوالی لري، د مې د مياشتې د دوهمې اونۍ په پای د دريمې اونۍ د پيل په ورځ ټول مجردان او مجردانې راټولېږي او په دې کوڅه کې ځانته جوړه ګوري.

مسله به يو څه نوره هم روښانه کړو
دغلته په ويل شوې ورځ ډول ډول خواړه راوړل کېږي، د کوڅې د پیل څخه تر پايه ډول ډول خواړه په ځانګړي ډول خواږه اېښي وي، مجرد ځوانان او پېغلې د کوڅې د پیل څخه تر پايه ګرځي، د خوړو او خوږو څخه يوه يوه لقمه خوري او خوند یې ګوري، په‌ دې جريان کې نو ځوانان او پیغلې چېرته کېني، البته دوی هم د ځان لپاره مناسب کس ګوري او همدلته سره روغبړ کوي او که سره جوړل شول نو یو ځای خواړه خوري او د دواړو طرفونو د توافق په صورت کې ان په لنډ وخت کې د واده په تياريو پيل کوي.

ويل کېږي ددې کلي ۹۰ سلنه خلکو د همدې لارې واده کړی دی، مطلب په همدې ځانګړې ورځ یې د ځان لپاره په دې کوڅه کې جوړه موندلې ده او واده یې کړی دی، په دې کوڅه کې د واده کولو شرط دا نه دی چې تاسې به حتماً په دې ځای کې ژوند کوی، بلکې کله چې دلته دا ورځ رانږدې کېږي د نورو سیمو خلک هم ورته راځي.

چناقلعه د ترکیې په غرب کې پروت ولايت دی، د استانبول څخه په موټر کې ۶ ساعته لرې دی، ددې ولايت هرڅه په زړه پورې دي، ډېر زيات ساحلونه لري د سمندر په غاړه پروت دی، تاريخ یې هم بډای دی او خلک یې هم د اروپايي نسل څخه دي، ډېری نجونې یې په ښکلا کې په ترکیه کې ځانګړی نوم لري، سپین پوست، سره وېښتان او شنې سترګې ددې ولايت د نجونو هغه ځانګړنې دي چې دوی یې په ترکيه کې تر نورو خاص کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.