The news is by your side.

مطالعه او زموږ ستونزه

خبریال وېبپاڼه: ځینې ښاغلي پوښتنه کوي چې مطالعه کوي خو څه شي یې ذهن کې نه پاتې کیږي، نو د مطالعې ګټه څه ده؟
ځواب یې:
شیخ سلمان العوده په خپل کتاب (زنزانه) کې لیکي: یو ځل مې خپل استاذ ته شکایت وکړ چې یو کتاب مې ولوست خو څه شي مې ترې ذهن کې پاتې نشول.
هغه یوه خرما راکړه او ویې ویل: دا وخوره!
ما وخوړله، هغه وپوښتل: ایا ته غټ شوې؟
ومې ویل: نه.
هغه وفرمایل: دا خرما ستا په وجود کې خپره شوه، یوه برخه یې غوښ، بله هډوکي، یو څه خېټه، لږ پوستي، ځینې وېښتو، بعضې نوکانو او نورو ځایونو ته ورسېده.
همدلته پوه شوم چې کوم کتاب لولم هغه وېشل کیږي، یوه برخه یې زما لغتونه زیاتوي، بله برخه یې علم راکړي، یو څه مې اخلاق سم کړی او لږ مې د ویلو او لیکلو اسلوب ته وده ورکوي، خو زه یې محسوسوم نه.

ژباړه: سمسور ودان

ځواب ورته ورکړئ‌