The news is by your side.

د نړۍ دوه بدرنګه خو د خپل وخت ښایسته کردارونه

خبریال وېبپاڼه: لیزي د نړۍ بدرنګه ښځه ګڼل کیږي، بې شمېره ځله ریشخند شوې او خلکو به ویل چې: که لیزي سره یې ژوند تیریږي، نو ښه به وي که مړه شي.
خو هغې همت و نه بایلود، تر پوهنتونه یې زدکړې وکړې او بیا یې ۳ داسې کتابونه ولیکل چې د سلګونو زرو ښکلو خولې یې پرې بندې کړې.
وروسته د نړۍ له غوره هڅوونکو ښځو یوه شوه، چې مایوسو خلک یې د ژوند لور ته بلل.
همداسې د اسلامي نړۍ یو بل مشهور کس جاحظ دی. هغه ډېر بدرنګ خو نهایتاً ذهین او عالم انسان و.
د بدرنګۍ په اړه یې یو عرب شاعر ویلي:
لو يمسخ الخنزير مسخا ثانيا
ما كان إلا دون قبح الجاحظ
ژباړه:
که خنزیر دواري مسخه شي
نو بیا به هم له جاحظه کم بدرنګه وي
له جاحظه پوښتنه وشوه: کله ځان سره شرمېدلی یې؟
ویې ویل: هو، یو ځل شتمنه بوډۍ ښځه راغله، ویلې کار درسره لرم، زه یې بوتلم، مجسمه جوړونکي ته یې ودرولم او خپله لاړه.
هغه ته مې وویل: ما ته څه امر شته؟
ځواب یې راکړ: دې بوډۍ غوښتل چې د شیطان یوه مجسمه ورته جوړه کړم، ما وویل: شیطان مې نه دی لیدلی نو څنګه یې جوړ کړم.
ویلې: صبر شه! زه یې درته راولم، کټ مټ هغسې مجسمه جوړه کړه.
بیا یې ته راوستې او ویلې: شیطان داسې وي.
خو له دومره ځورولو، ریشخند او رټلو سره سره جاحظ د اسلامي نړۍ ستر عالم شو چې د بلاغت په اړه یې ډیرې کیسې مشهورې دي.
هغه کله هم خپله بدرنګي د علم ترلاسه کولو خنډ نه کړه.
دوه بېلګې ستاسې په مخ کې دي، یوه لیزي او بله جاحظ. اوس ستاسې وار دی، ولې د احساس کمترۍ ښکار یئ؟ ولې مایوسه یئ؟ همت وکړئ او خپله برخه نړۍ په خپل زړه وچلوئ!

ژباړه: سمسور ودان

ځواب ورته ورکړئ‌